ارزګان ولایت ته د ارشاد، حج او اقافو وزارت مرستیال سفر

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۹:۵۴
سفر معین

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال استاد تاج محمد ”مجاهد“ د ولسمشر د لارښوونې په اساس د سفرونو په لړ کې په ٢٨\٨\١٣٩٨ نېټه ارزګان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له والي، د ارشاد، حج او اوقافو ریس، د ولایتي شورا غړو او د ولایتي ادارې له ریسانو سره وکتل.
د دغه ولایت مسؤولین په یاد ولایت کې د حاجیانو د سهم زیاتوالي، د مساجدو اعمار او رسمي کېدل او د ولایت په کچه دیوې لويې مدرسې دجوړېدو غوښتونکي شول.
په پای کې استاد تاج محمد ”مجاهد“ د دغه ولایت د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته له والي او همکارانو یې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له مرکزي دولت سره به دغه ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په لوګر ولایت کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوب مُتَبَرَّک د ساتنې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ربیع‌الأول ۱۴۴۷هـ ق،مطابق: ۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د هدایت پر اساس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

BACK TO NEWS