د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په کابل کې له دارالمعارف اهل بیت مدرسې څخه لیدنه وکړه

bakhshi_admin
Wed, Oct 14 2020 9:18 AM
اهل بیت

د ۱۳۹۹لمریز کال د تلې ۲۱نېټه


نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي، د فرهنګي او بشري سرچینو په برخه کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر امان الله فصیحي او د وزارت د رهبري هیئت یو شمېر غړو د مذهبونو د نږدېوالي پروګرام د څارلو په موخه د آیت الله العظمی واعظ زاده بهسودي سره ولیدل.      
په دغه لېدنه کې چې د اهل تشیع یو شمېر دیني عالمانو، استادانو او ددې مدرسې زده کوونکو هم حضور درلود، د مذهبونو په نږدېوالي، ورورولۍ، ملي انسجام او د دیني عالمانو تر منځ په همغږۍ خبرې وشوې.
په پای کې د هېواد د شعیه ګانو د تقلید مرجع آیت الله العظمی واعظ زاده بهسودي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او د وزارت د رهبرۍ غړو له ورتگ څخه د مننې تر څنګ د هېواد اوسنی وضیعت بحراني وباله او زیاته یې کړه، چې د هېواد دښمنان د هېوادوالو تر منځ د بې اتفاقۍ رامنځ ته کولو په موخه له هرې وسیلې او دسیسې څخه کار اخلي، تر څو زموږ د متدینو هېوادوالو تر منځ واټن او نفاق رامنځته کړي. ډېره پر ځای او مناسبه هڅه ده، چې د مذهبونو په نږدېوالي، اتفاق، اتحاد او انسجام کار وشي، تر څو دښمنانو ته د ناسمې گټې اخېستنې چانس په لاس ور نه شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Tue, May 05 2026 10:23 PM
Background image

Beginning process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport

The process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport has also commenced. The transfer of esteemed pilgrims from the Kabul, Balkh, and. . .

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS