د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د کورنیو چارو وزارت له عقیدتي او فرهنګي رییس سره وکتل. شنبه ٢٢ د وږي ١٣٩٩

bakhshi_admin
Sun, Sep 13 2020 10:44 AM
رئیس عقیدتی وزارت داخله

د کورنیو چارو وزارت عقیدتي او فرهنګي رییس سمونوال قاري ذبیح الله ابدالي او ورسره مل پلاوي یې نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست محمد قاسم حلیمي سره د وزارت په انګړ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین الدین مظفري، د وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمد عثمان طارق، د دفتر رییس محمد اسحق حیدري عرب او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس فضل محمد حسیني حضور درلود، د کورنیو چارو زارت عقدتي او فرهنګي رییس د علماء کرامو له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه.
نوموړي د ارشاد، تدرسي نصاب او د قطعاتو لپاره د ښوونیزو برنامو د تدوین غوښتنه وکړه.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د ملي پولیسو او امنیتي ځواکونو د کارنامو او سرښندنې قدرداني وکړه او په یادو برخو کې یې د دې وزارت له اړخه د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS