د هېواد د سلمې کلیزي په ویاړ د کابل ښار د حضرت ابوالفضل زیارت مراد خاني کې د لوستونې پروګرام جوړ شو

bakhshi_admin
Wed, Jul 31 2019 10:15 AM
منقبت خوانی

په دې غونډه کې د وزارت مقام پر رهبري پلاوي سربیره مناقب لوستونکو ځوانان او د سیمې شریفو خلک ګډون کړی وو، د غونډي په پیل کې د قرانکریم څو مبارک ایاتونه تلاوت شوه، او ورپسې د حاضرو ګډون په استازیتوب یو کس خبرې وکړې او د هېواد د سلمې کلیزې په مناسبت يې ټولو حاضرینو ته مبارکي وویل او زیاته یې کړه: موږ غواړو سږ کال د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ورځ په شانداره او غوره مراسمو سره ولمانځو، ځکه دا یو له هغه لویو افتخارونو څخه دی چې زموږ په نیکونو پسي اړه لري او د استقلال او خپلواکۍ طلبي درس دی چې په دې ډول لمانځنو سره به دا افتخاري لړۍ راتلوونکو نسلونو ته انتقال شی.
ورپسې نورو کسانو هم د یادې موضوع په هکله مفصل بخث وکړ او راتلوونکي ورځې ته يې د ښه چمتوالي خبره وکړه 
له هغه وروسته د منقبت ویلو پروګرام د غرمې تر ۱۲ بجو پوري دوام وکړ او له هغه وروسته هغه ډالۍ چې چمتو شوې وې په ګډونوالو باندې وویشل شوې

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS