د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني بیت الله شریف ته د سږ کال لومړنیو تلونکو حاجیانو سره پرون شپه د مخه ښې کتنه وکړه.

bakhshi_admin
Sat, Jul 13 2019 11:27 AM
اولین پرواز

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني بیت الله شریف ته د سږ کال لومړنیو تلونکو حاجیانو سره پرون شپه د مخه ښې کتنه وکړه.

په حامد کرزي نړیوال هوایي دګر کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب د حج مراسمو او حاجیانو ته د جمهوررئیس د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه، وې ویل، په بیت الله شریف کې افغان حاجیانو ته ټولې اسانتیاوې برابرې شوي.

نوموړي وویل، په دغه لومړنۍ الوتنه کې ۳۴۰ تنه افغان حاجیان لېږدول کېږي او دوی ته د ځای او نورو لازمو اسانتیاو په موخه روزل شوي کسان لا وار دمخه سعودي عربستان ته رسېدلي او په خپلو ورسپارل شویو چارو بوخت دي.

ښاغلي منیب وویل، د ځینو هغو اقداماتو له امله به چې په تېرو اتلسو کالو کې نه وو  شوي،سږ کال به افغان حاجیان خاص ستونزې او شکایتونه ونه لري. نوموړي حاجیانو ته په ښه توګه د حج  مراسمو د ادا کولو هیله څرګنده کړه او له هغوی یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره دعاګانې وکړي.

وروسته حاجي عصمت الله د حاجيانو په استازیتوب د خبرو پرمهال  افغان حاجیانو ته د تېرو کلونو په پرتله د لا ډېرو اسانتیاو برابرولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د جمهور رئیس کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل او وې ویل، د جمهوررئیس د لارښوونې او د مسوولینو د اقداماتو له امله کال په کال افغان حاجیانو ته پاملرنه او اسانتیاوې زیاتېږي.

جمهور رئیس غني بیت الله شریف ته تلونکو حاجیانو ته د حج فریضې د ادا کولو مبارکي ترڅنګ وویل، تاسې بختور یاست چې د اسلام د مبارک دین د پنځم رکن او فریضې د پرځای کولو توفیق مومئ، دغه سپېڅلی سفر او خوږه خاطره به مو د ژوند تر پایه په یاد وي.

جمهوررئس غني وویل، د اسلام د دین عظمت به د حج په مراسمو کې وګورئ چې د نړۍ ټول مسلمانان له کوم توپیر پرته د خپل خالق په عبادت بوخت دي. همدارنګه یې له ټولو مسوولینو څخه افغان حاجیانو ته د لازمو اسانتیاوو او خدماتو د برابرولو مننه وکړه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS