د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د لېږد را لېږد په تړاو د هېواد د هوايي شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل

bakhshi_admin
Wed, Nov 19 2025 7:17 PM
ملاقات با شرکت های هوایی

سه شنبه، ۲۷/ جمادی الاولیٰ ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۲۷/ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ‌ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حج پروسې د چمتووالي ، د اړوندو چارو د لاښه تنظیم او سعودي عربستان ته د حاجیانو د منظم لېږد رالېږد په تړاو، په خپل کاري دفتر کې د «آریانا افغان هوايي » شرکت له رئیس ښاغلي الحاج ملا بخت الرحمن شرافت او د «کام ایر هوايي » شرکت له معاون ښاغلي الحاج آتیلا کامګار سره جلا جلا کتنې ترسره کړې. ښاغلي وزیر  د دغو کتنو په پیل کې وویل : د الله جلّ جلا له شکر اداء کوو  چې د خپلواک نظام تر سیوري لاندې او د هېواد د امارتي او خصوصي شرکتونو له لارې د ملت خدمت کوو ، لله الحمد د اسلامي امارت له راتګ سره سم په تېرو څلورو کلونو کې توانېدلي یو چې افغان حاجیان پرته له کومې بهرنۍ همکارۍ د خپلو داخلي هوايي شرکتونو له لارې په معیاري او منظمه توګه انتقال کړو ، په همدې موخه د یادو شرکتونو د موفقیت، مسؤلانه فعالیت او د حاجیانو په منظم لېږد رالېږد کې د هغوی د نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه کوو. د ارشاد، حج او اوقافو وزیر زیاته کړه ؛ وزارت په هېواد کې دننه او په سعودي عربستان کې د راتلونکي حج د پروسې د ښه تنظیم په موخه یو لړ مهم او عملي اقدامات پیل کړي دي چې له هغو اقداماتو څخه اساسي برخه یې سعودي عربستان ته د حاجیانو د خوندي، ډاډمن او منظم لېږد رالېږد بهیر دی او په همدې اساس د یادو شرکتونو له مسؤولینو سره د شرکتونو د ظرفیتونو، تخنیکي چمتووالي او د حج د پروسې لپاره د هر اړخیزې تیارۍ په اړه مفصلې خبرې وشوې. ښاغلي وزیر همدارنګه د خبرو په دوام کې وویل ؛ ولس پر مونږ حق لري او مونږ هم ژمن یو چې د خپلو امکاناتو  او شته ظرفیتونو مطابق د دوی خدمت وکړو او د ستونزو په حل کې یې خپله توانمندي وکاروو. دغه راز د هېواد ټولو متخصصو ، مسلکي او اهل فن کادرونو ته په کار ده چې د ولس په خدمت کې خپل مسؤولیتونه په پوره اخلاص، صداقت او امانتدارۍ سره ترسره کړي. ورپسې د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو مسؤولینو د ښاغلي وزیر صاحب له لارښوونو، هڅونو او ملاتړ څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د افغانستان امارتي او خصوصي هوايي شرکتونه د هېواد له بنسټونو څخه دي او په هر ډول حالاتو کې به د خپلو ټولو امکاناتو، تخنیکي ظرفیتونو او کاري ټیمونو په مرسته، د خپلو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د حاجیانو د لېږد رالېږد په برخه کې په پوره اخلاص سره خدمت کوي. ښاغلي وزیر وویل ؛ وزارت ژمن دی چې روان کال هم حاجیانو ته د مطمئن او هوسا حج اداء کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د حاجیانو لېږد رالېږد ، په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې د هغوی د هستوګنې، په حرمینو شریفینو کې د پنځه وخته لمونځونو د اداء کولو د ځمکني ترانسپورټ، د درې وخته غذاء د تهیه کولو ، روغتیایي پاملرنې او په نورو اړینو برخو کې معیاري خدمات وړاندې کړي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS