د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه کې د گډون په موخه ترکیې هېواد ته ولاړ

bakhshi_admin
Sat, May 11 2024 9:40 AM
ملاقات

جمعه ٢ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (٢١ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب او ورسره مل پلاوی د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) عمومي رئیس پروفیسور دکتور علي ارباش په رسمي بلنه په نوموړي هېواد کې د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې چې د ترکیې په تاریخي ښار اسطنبول کې جوړیږی د گډون په موخه نن ترکیې هېواد ته روان شو.

په دغه غونډه کې به د نړۍ علماء کرام د اسلامي امت او ټول انسانیت ته د ورپېښو ننگونو او خطرونو نه د راوتلو پر لارو چارو بحث وکړي. همدارنګه د اسلامي مشترکو قضایاوو په وړاندې د واحد موقف او په اوسنیو شرایطو کې د اسلامي امت د یووالي او توجیه په اړه بحثونه وشي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS