د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال د حج کاري کمېټو له مسؤولینو سره ناسته ترسره کړه.

bakhshi_admin
Sat, Jul 08 2023 3:58 PM
جلسه

۲۰، ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق (۱۷ سرطان ۱۴۰۲ هـ ش)

نن د غرمې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معین مولوي عارف الله عاف او د رهبرۍ یو شمیر غړو په ګډون، د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې د حج کاري کمېټو له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه.

ښاغلي عارف د هرې کمېټې له مسؤلینو سره د کار په دوام او د څلورو زونونو د هوایي ډګرونو څخه د حاجیانو انتقال مجتمعاتو ته او په یادو مجمتعاتو کې د حجاجو لپاره د هستوګنې، تغذیې او نورو اسانتیاوو برابرولو پر موضوعاتو هر اړخیزي خبرې اترې وکړې او هر یو ته یې د خپلو دندو په اړه او د چارو د لا ښه والي او حاجیانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS