د افغانستـان اسـلامي امـارت د کابینې د پریکړې پر بنسټ د کابل ښار په ۲۲ نواحیو کې د ضرورت پر اساس جوماتونو جوړیږي.

bakhshi_admin
Mon, May 29 2023 10:09 AM
اعمار مساجد

۸ ذوالقعدا ۱۴۴۴ هـ ق (۷ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش)

دافغانستان اسـلامي امــارت د کـابینې د (۲۹) ګڼې مصوبي د (۱-۱) مادې د پریکړې پر اساس لاندې کمیسیون تشکیل شو.

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرسیتال شیخ عزیز الرحمن منصور په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي مشاور انجنینر یاسین هوتک، د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن او د امرباالمعروف نهی عن المنکر او شکایاتونو اوریدلو وزارت ښاری رئیس مولوي معلم جان په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې په کابل ښار کې د نـویـو جوماتونو جوړولـو پـه مـوخـه د مناسـبو ځايونو د ټاكلو پـــه اړه هـر اړخېــزه څیړنـه تـرسـره او پايلـه يې د کـــابینې غونــډې تـه وړاندې کړي.

په همدې تړاو د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې ددې وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور تر مشرۍ لاندې د یادو وزارتونو مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې په پورتنیو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS