د علمي مجمع ریاست کتابتون د غنی کولو لپاره د لسګونو بېلابېلو دیني کتابونو چمتو کول

bakhshi_admin
Wed, Nov 09 2022 12:27 PM
دارالفتاح

 نېټه، ۱۳ ربیع الثاني ۱۴۴۴ هـ ق (۱۷ عقرب ۱۴۰۱هـ ش)

 

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ځانګړې پاملرنې او د علمي مجمع ریاست د مسوولینو د هلو ځلو په پایله کې د دغه وزارت د دارالافتاء د کتابتون د بډاینې لپاره ډیر شمیر بېلابېلو دیني کتابونو چې عبارت دي له تفاسیرو، علم حدیث، فتواوو، علم لغت او نور دیني کتابونه چې د دوه سوه زره افغانیو په لګښت چمتو شوي، نن ماسپښین د دارالافتاء کتابتون ته انتقال او د دغه وزارت د علماوو او کارکوونکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په همدې مناسبت غونډه کې چې په  ياد کتابتون کې جوړه شوې، د یاد وزارت د علمي مجمع رئیس محترم مفتي محمد نعمان ثاقب وویل: د دارالافتاء د غړو د علمي او مسلکي کچې د پیاوړتیا او پرمختګ او د کتابتون د غنی کولو لپاره د محترم وزارت رهبرۍ د پاملرنې په پایله کې په لسګونو جلده بېلابېل متداول او غیر متداول دیني کتابونه اخیستل شوي دي او په پام کې ده، چې دغه دارالافتاء نوره هم د کتابتونو نه غنی وګرځولی شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د علمي مجمع ریاست د دیني کتابونو د تدارک په اړه له یو شمېر اسلامي هېوادونو سره له نږدې خبرې کړي او د تدارک په موخه مو د کتابونو نوملړ له هغوی سره شریک کړی او دا ریاست په پام کې لري، چې د دې دارالافتاء لپاره د معتبره دیني کتابونه په زیاتوالي کې لازم اقدامات وکړي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS