د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د کام ایر هوايي شرکت له مسوولینو سره وکتل.

bakhshi_admin
Tue, May 10 2022 11:49 AM
ملاقات با کام ایر

نيټه، 9 شوال، ۱۴۴۳ هـ_ د ۱۴۰۱ هـ ق کال د غویی 19 مه

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د کام ایر هوايي شرکت له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حاجيانو د لېږد او راستنېدو په برخه کې د یاد شرکت د پلانونو او اقداماتو په اړه د معلوماتو او توضيحاتو غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ددې وزارت د رهبرۍ یو شمېر غړو هم حضور درلود.

له ياد شرکت څخه د حاجيانو د ليږدونې د پلان او اقداماتو، د هغوى د وړتيا او ظرفيت ترڅنګ د حاجيانو د ليږدونې د لګښتونو په اړه هم معلومات وغوښتل شول.

د یاد شرکت مسوولینو په خپل وار د وزارت رهبري غړو ته د شته ظرفیتونو او اسانتیاوو او د حاجیانو د لېږد د پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د حاجيانو لېږد سوداګري نه، بلکې خپل ديني مکلفيت وګاڼه او ژمنه يې وکړه، چې حاجيانو ته د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کې هر راز همکاریو ته چمتو دي.

په پای کې د کام ایر هوایي شرکت د مسوولينو د نظرونو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته پرېکړه وشوه، چې د دوى د ټکټونو وروستي نرخونه او شرايط دې له دغه وزارت سره په ليکلي ډول مطرح شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS