دارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر د هیواد د شیعه علماوو سره وکتل

bakhshi_admin
Mon, Feb 14 2022 10:04 PM
ملاقات وزیر با اهل تشیع

  نیټه: ۱۴۴۳/۷/۱۱ه ق- ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ ه ل نن له غرمې وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب په خپل کاري دفتر کې د هلمند، کندهار، غزني دایکندي او زابل ولایتونو د اهل تشیع علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل. په پیل کې راغلو علماوو او مشرانو د موجوده شرعي نظام څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړ. دغو عالمانو او قومي مشرانو ټينګار وکړ، چې موجوده اسلامي نظام د سترو قربانيو په پایله او د الله جل جلاله په خاص رحم، نصرت او پېرزوينه منځته راغلى او دوی به يې هيچا ته د تخريب او بدنامولو اجازه ورنکړي. ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب راغلو علماءکرامو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علماء کرامو او قومي مشرانو له ملاتړ او نېکو څرګندونو مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې اسلامي امارت د افغانستان د مجاهد ملت د ډېرو سترو قربانیو په نتیجه کې منځته راغلی، چې ساتل یې هم د ټولو هېوادوالو ګډ مسؤلیت دی. په پای کې ښاغلي ثاقب د اهل تشیع علماوو ستونزې هم واوریدې او دوی ته یې د شته ستونزو د حل په موخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS