د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي کندهار ولایت ته سفر وکړ

bakhshi_admin
Wed, Dec 08 2021 10:31 AM
سفر قندهار

(۱) جمادي الاولی (۱۴۴۳) هـ ق مطابق (۱۶) قوس(۱۴۰۰) هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د کندهار ریاست له سرپرست او نورو کارکوونکو سره ولیدل او د هغوی کاري راپورونه او فعالیتونه یې وارزول او د کارونو د لابهبود په خاطر یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

ددې ترڅنګ سرپرست وزیر د ارزګان، زابل، هلمند او کندهار ولایتونو د حاجيانو مجمتع(مجتمع الحجاج) څخه هم لیدنه وکړه.

محترم وزیر صاحب د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالرحمن په ملتیا ددې ولایت له یو شمېر علماء کرامو سره وکتل او ټاکل شوې ده چې له یو شمېر نورو علماء کرامو سره هم لیدنې تر سره کړي.

دنوموړي ریاست دمنسوبینو په وینا دا په تیرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د کندهار له ریاست څخه لیدنه کوي او هلته د شته ستونزو د هوارۍ لپاره اړین ګامونه پورته کوي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS