د جوماتونو د ارشادی چارو او انسجام عمومی ریس د کابل شار د ۲۲ ناحیو د خطباو شورا له رئیسانو سره وکتل.

bakhshi_admin
Thu, Nov 04 2021 7:49 PM
ملاقات با امامان

د جوماتونو د ارشادي چارو او انسجام عمومي رئیس د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د خطباٶ شورا له رئیسانو سره وکتل. چهارشنبه ٢٧ ربيع الاول ـ١٤٤٣ / ١٢ـ لړم ـ١٤٠٠. نن د جوماتونو د ارشادي چارو او انسجام عمومي رئیس مولوي محمد حامد "حسیب" د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د خطباٶ شورا له رئیسانو او مخورو دیني عالمانو سره د دیني زده کړو د پراختیا، په جوماتونو کې د درسي حلقو د ودې او د منبر له لارې ولسونه د یووالي، ورورلۍ او همدردۍ لور ته د رابللو په موخه دياد رياست په انګړ کي ولیدل. ياده ليدنه دقرآن عظيم الشان دڅو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شول. په پیل کې ښاغلي مولوي محمد حامد "حسیب" د افغان مجاهدينو بريا او له اشغال څخه د هېواد د خلاصون مبارکي وړاندې کړه او خوښي یې څرګنده کړه، چې اوس د اسلامي نظام د حاکميت لپاره ښه زمينه مساعده شوې او د اسلامي نظام پلي کول او د شريعت نافذول د علماء کرامو کار دى، ځکه علماء د پيغمبرانو وارثين دي. ښاغلي حسیب وویل: علماء کرام تر بل هر وخت ډېر بايد خپل مسٶليت ته متوجه شي، ځکه چې اوس ددوي امنیت تر بل هر وخت ډاډمن دی. نوموړي له علماوو څخه غوښتنه وکړه،  ترڅو د ناحيو له مدير صاحبانو سره په همږغي د ټولو جوماتونو امامانو او خطیبانو ته د جمعې ورځې خطبې موضوع ورسول شي. ورپسې د جوماتونو د ارشادي چارو او انسجام آمر مولوي اسرارالحق "عرب" د خطباٶ شورا په ارزښت او د دوي د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي عرب وویل: د خطباٶ شورا د ١٣٨٥ کال راپدېخوا فعالیت کوي، چې دا فعالیتونه باید لا ډېر ګړندي شي. د ناستې په پای کې راغلو علماوو هم خپل نظریات وړاندې کړل او د اسلامي امارت له کارونو او پلانونو یې خپل کلک ملاتړ څرګند کړ او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه. ناسته په هيواد کي دپرمختګ او سوکالي په دعاء پاي ته ورسيدل.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Fri, Aug 14 2026 8:23 AM
Background image

First Flight of Umrah Pilgrims from the Country to the Two Holy Mosques

Thursday, 29 Safar al-Muzaffar 1448 AH, corresponding to 22 Asad 1405 SH

The first flight of Umrah pilgrims for the year 1448 AH departed from the country for the Two Holy Mosques to. . .

Wed, Jul 29 2026 4:04 PM
Background image

Ministry of MOHIA Officially Announces the Refund Process for Surplus Hajj Expenses to the Pilgrims of Hajj 1447

Wednesday, 14 Safar al-Muzaffar 1448 AH, corresponding to 7 Asad 1405 (Solar Hijri)

The Ministry of MOHIA of the Islamic Emirate of Afghanistan officially announced today, during a. . .

Thu, Jul 02 2026 10:38 AM
Background image

With the Arrival of the Final Flight of Afghan Pilgrims from the Kingdom of Saudi Arabia, This Year's Hajj Operation Successfully Concluded

Wednesday, 15 Muharram 1448 AH
Corresponding to: 10 Saratan 1405

The return process of Afghan pilgrims who performed Hajj in 1447 AH (1405 SH) from the Kingdom of Saudi Arabia, which. . .

BACK TO NEWS