د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت اعلاميه

bakhshi_admin
Mon, Aug 02 2021 2:16 PM

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين بهير په نېږدې ورځو کې پيلېږي.

د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت  (OGP) د لارښود په بربنسټ، د دغه سازمان د غړيو هېوادونو د ملي عمل پروګرامونه د مدني تولنې بنسټونو په مشارکت تدوين او چمتو کېږي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت غړيتوب له ترلاسه کولو تر دې دمه خپل د ملي عمل پروګرامونه د ياد لارښود په رڼا کې تدوينوي.

د افغانستان ملي عمل لومړی پروګرام په بريا سره تطبيق شوی او د ملي عمل دويم پروګرام د مدني ټولنې بنسټونو او هېوادوالو په پراخ مشارکت سره تدوين شوی او د تطبيق په وروستيو پړاوونو کې دی. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي عمل دويم پروګرام کې ۱۸ بدلونراووړنکې ژمنې شاملې دي چې په تطبيق سره به يې د عامه خدماتو په برخه کې روڼتيا او حسابورکوونه زياته او د ملي پاليسيو په تدوين کې د عامه مشارکت زمينه برابره شي. د بېلګې په ډول د « ذیفع مالکيت د ثبت او پلټنې مقررې» ژمنې څخه چې د حسابورکوونې، ځوابوينې او روڼتيا لوړاوي په برخه کې تدوين او تصويب شوې، يادونه وکړو. په باوري توګه د هغې په سم تطبيق سره به له ډول ډول جرمونو ( مالياتي فرار، د پيسو تطهير، د ترهګرۍ تمويل او د نشهيي توکيو قاچاق) څخه مخنيوی وشي.  

دا چې د ملي عمل دويم پروګرام د تطبيق وخت په تماميدو دی او ډېری ژمنې يې بشپړې شوي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په پام کې لري چې  د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين چارې هم پيل کړي، نو له دې کبله له ټول وزارتونو، خپلواکو ادارو، د مدني ټولنې بنسټونو، رسنيو، ښوونيز او تحصيلي سکټور او هېوادوالو څخه په درښت هيله کېږي څو خپلې وړاندېز شوې موضوعګانې چې په ( روڼتيا، حسابورکوونې، د عامه پاليسيو په تدوين او تطبيق بهير کې د هېوادوالو مشارکت د ښهوالي او لوړاوي او له نوې ټيکنالوژۍ څخه استفادې  پورې اړوندې وي) د ملي عمل درېيم پروګرام کې د شموليت په موخه د ۱۴۰۰ کال د زمري تر 30 نېټې پورې د لاندې برښناليک له لارې له موږ سره شريکې کړي.

Faisal.stanekzai2@gmail.com  اوinfo@ogpa.gov.af   

د يادونې ده چې د پرانيستې دولتدارۍ سکرتريت د هېواد د ملي عمل پروګرامونو د آسانچاري رول لري او ستاسو وړاندېز شوې موضوعګانې به له توحيد وروسته اړوندو مراجعو په تېره د افغانستان پرانيستې دولتدارۍ مشارکت ټولګې عمومي فورم ته وړاندې شي.

د لازياتو معلومات لهپاره د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت ويب سايټ ته مراجعه وکړئ:.https://ogpa.gov.af       

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

Sun, Feb 22 2026 6:32 PM
Background image

A Chinese National Embraced the Holy Religion of Islam in Kabul

Saturday, 4th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 2nd of Hoot 1404 SH

Today in the city of Kabul, a Chinese national named “Menhai Xia,” son of “Ding Changk Xia,” aged 51, who has. . .

Sat, Jan 31 2026 6:43 PM
Background image

The Ministry of MOHIA Announces Key Implemented and Planned Activities Related to Hajj 1447 AH and Hajj Costs at a Press Conference

Saturday, 12 Sha‘ban 1447 AH, corresponding to 11 Dalwa 1404 SH

Sheikh al-Hadith, Dr. Mawlawi Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, today announced a number of important implemented. . .

BACK TO NEWS