د شیرشاه سوري جامع جومات د خطیب شهيد مولوي عزیزالله مفلح لومړی تلېن د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شو.

bakhshi_admin
Mon, Jun 28 2021 9:27 AM
سالگرد مولوی مفلح

یکشنبه: ۶ چنګاښ ۱۴۰۰

نن په کابل کې د شیرشاه سوري جامع جومات د خطیب شهيد مولوي عزیزالله مفلح لومړی تلېن د یوې لویې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شو.

په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین دوکتور امین الدین مظفري د وزارت اړوند رئیسانو، د مشرانو جرګې مرستیال، د امام ابوحنیفه عالي دارالعلوم رئیس، علماء کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون درلود.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په استازیتوب ددې وزارت مسلکي معین د شهید عزیزالله مفلح کورنۍ او خپلوانو ته د ډاډګېرني او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د ارواښاد مفلح مړینه ستره ضایعه ده او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هم نن د نوموړي په شهادت په تلین کې د غم په ویر ناست دی. ښاغلي مظفري وویل: د شهید مفلح د شهادت موضوع د تعقیب لاندې ده او دا موضوع به تعقیبوو.

ورپسي د مشرانو جرګي مرستیال محمد علم ایزدیار وینا وکړه. نوموړي د هېواد د ملي شورا د اداري غړو په استازیتوب وویل، چې د شهید مفلح مړینه ستره ضایعه او د نوموړي عالم او نورو علماوو د ترور عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ددې مسؤلیت لري، چې د ټولو شهید شویو علماوو دوسيې وڅاري.

دغه راز د امام ابوحنیفه عالي دارالعلوم رئیس شیخ مسیح الله هم د شهید مفلح د کورنۍ غړو او خپلوانو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کولو تر څنګ د ارواښاد په علمي شخصیت، د دیني لارښوونو او تبلیغي اړخ هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي زیاته کړه: شهید مفلح یو کال وړاندې په همدې جومات کې د جمعې په مبارکه ورځ د خطبې په حالت کې چې خلک یې یووالي ته رابلل شهید کړای شو.

شیخ مسیح الله وویل: زموږ لومړنۍ اړتیا سوله ده، او سوله فرض ده، څوک چې د سولې لپاره هلې ځلې کوي، باید د هغوی ملاتړ وشي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Tue, May 05 2026 10:23 PM
Background image

Beginning process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport

The process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport has also commenced. The transfer of esteemed pilgrims from the Kabul, Balkh, and. . .

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS