حلیمي: د پاکستان سترو علماوو، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله

bakhshi_admin
Sun, Jun 20 2021 10:05 AM
کنفرانس مطبوعاتی وزیر

شنبه، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰

کابل، افغانستان: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وایي، د پاکستان علماوو، د پاکستان او افغانستان د علماوو کنفرانس کې چې لس ورځې مخکې په مکه مکرمه کې جوړی شوی وو، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.

د افغانستان او پاکستان د علماوو کنفرانس د رابطه عالم اسلامي سازمان تر چتر لاندې، د غبرګولي په شلمه، د مکې مکرمې په ښار کې جوړ شوی وو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي، چې د افغانستان علماوو د پلاوي په استازیتوب یې په یاد کنفرانس کې ګډون کړی وو، نن دوشنبه د غبرګولي په ۲۹مه، د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا سرپرست سره په ګډ خبري کنفرانس کې په مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان د علماوو کنفرانس، مهم وباله.

هغه زیاته کړه، د طاهر اشرفي او حامد الحق حقاني په ګډون د پاکستان علماوو، چې د مکې په کنفرانس کې یې افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله، د یاد کنفرانس له جوړېدو څو ورځې مخکې د طالبانو تر څنګ د یادې ډلې په ګټه فتوا ورکوله.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه، چې د پاکستان د علماوو ترڅنګ، د اسلامي فقې مجمع او رابطه عالم اسلامي علماوو، د مکې امام او په یاد بنسټ پورې اړوند ټولو هېوادونو د مکې کنفرانس کې په یوه غږ په افغانستان کې روانه جګړه ناروا اعلان کړه او د خبرو اترو له لارې د جګړې پایته رسېدو غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا سرپرست، مولوي سردار ځدراڼ، په دې خبري کنفرانس کې د هېواد په کچه له دیني عالمانو غوښتنه وکړه چې ټول د شورا تر څنګ ودرېږي او په هېواد کې د سولې ټینګېدو لپاره ګټورې مشورې ورکړي.

ښاغلی ځدراڼ، ډاډ ورکړ چې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا دروازه د افغانستان د ټولو علماوو پر مخ خلاصه ده او یاده شورا د علماوو د بسیج کولو لپاره، کار کوي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Tue, May 05 2026 10:23 PM
Background image

Beginning process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport

The process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport has also commenced. The transfer of esteemed pilgrims from the Kabul, Balkh, and. . .

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS