د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرامونو له استازي سره خبرې وکړې.

bakhshi_admin
Tue, Feb 16 2021 2:47 PM
نماینده ملل متحد

شنبه ٢٥ سلواغې ١٣٩٩

کابل: نن د ارشاد، حج  او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرامونو له استازي ښاغلي عبدالله الدردري سره ولیدل.

په دغه لېدنه کې د وزارت د پالیسۍ او پلان معین انجینر محمد عثمان طارق هم حضور درلود.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د دې وزارت له لوري د راتلونکو پروګرامونو لکه: دارالافتاء او عامه پوهاوي په برخه کې د اړیکو مرکز جوړولو، په جوماتونو کې د ښوونې او روزني د یو منظم تعلیمي سیستم رامنځته کولو، د زندانیانو لپاره د ښوونیز او روزنیز سیستم رامنځته کولو، د حج پروسې د معلوماتو خوندي کولو سیستم او  د اوقافو په برخه کې د یو منظم عایداتي سیستم د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.

ورپسې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرامونو استازي ښاغلي عبدالله الدردري د یادو پروګرامونو په اورېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره به د نافذه قوانینو په چوکاټ کې خپلو امکاناتو ته په کتو د ارشاد، حج او لوقافو وزارت سره د هر ډول تخنیکي او مادي مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS