د کورونا دوهم څپې په اړه مطبوعاتي کنفرانس

bakhshi_admin
Sat, Dec 19 2020 2:02 PM
کرونا

چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹

حلیمي: د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره دې، په مسجدونو او کورونو کې د فاتحې مراسمو له جوړولو ډډه وشي

کابل، افغانستان: د عامې روغتیا او ارشاد، حج او اوقافو وزیرانو، په ګډه له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د کرونا ویروس دویمې څپې خپرېدو مخنیوي لپاره، پر روغتیاي پیغامونه او مشورو عمل وکړي.

د عامې روغتیا وزیر، احمد جواد عثماني، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو؛ دې ته په اشارې چې افغانستان عملاً له ۹ اونیو راپدېخوا د کرونا ویروس دویمې څپې خپرېدو ته داخل شوی، له خلکو غوښتنه وکړه چې د ماسک په کارولو سره، په ټولنه کې د یاد ویروس د حرکت مخه محدوده کړي.

دغه راز نوموړي په مکرر ډول په اوبو او صابون د لاسونو مېنځل او د ګڼې‌ګوڼې ځایونو ته د خلکو نه تګ، د کرونا ویروس د خپرېدو محدودولو کې مهم او اغېزناک وبلل.

همدارنگه په دې خبري کنفرانس کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي هم له خلکو څخه وغوښتل چې د عامې روغتیا وزارت پر سپارښتنو چې د ماسک کارول، په اوبو او صابون سره د لاسونو مېنځل او د ګڼې‌ګوڼې ځایونو ته نه تلل دي، عمل وکړي او د جماعت په لمانځه کې هم اړین واټن په پام کې ونیسي.

دغه راز حلیمي د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه، له هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه چې په جوماتونو او کورونو کې د فاتحې مراسمو له جوړولو ډډه وکړي او وې ویل چې په دې برخه کې به اړینې لارښوونې هم تر سره شي.

د عامې روغتیا وزیر په ډاګه کړه چې د کرونا ویروس د دویمې څپې مدیریت په موخه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ او جمهور رییس د پاملرنۍ له امله په مرکز او ولایتونو کې اړینه همغږي رامنځته شوې او په ورځني ډول د عامې روغتیا له رییسانو او ولایتي روغتونونو سره، د عامې روغتیا وزارت تماسونه ټینګ شوي او کاري کمېټو هم په دې برخه کې فعالیت پیل کړی دی.

هغه وویل: د کرونا لومړۍ څپې پر مهال په مرکز او ولایتونو کې د کووېډ۱۹ ناروغانو اړوند روغتونونو کې د بسترونو ټولیز شمېر ۹۶۶ ته رسېده، خو اوسمهال دغه شمېر ۲۰۷۱ ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر وویل د کرونا ویروس لومړنۍ محموله به، چې د واکسین او خوندي کولو د نړیوال ائتلاف (Gavi) لخوا د هېواد ۲۰ سلنه وګړو ته ځانګړی شوی او د واکسین تر لاسه کوونکو کټګورۍ هم تعیین شوي دي، تر راتلونکو اوه میاشتو پورې هېواد ته راورسېږي.

عثماني زیاته کړه چې نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس برابرولو په موخه، ۱۰۰ میلیون ډالره او د اسیا پراختیایي بانک ۵۰ میلیون ډالره ژمنه کړې او دغه راز د دولت د رهبرۍ په کچه هم په زیاته اندازه د واکسین د تدارک لپاره، هڅې روانې دي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Tue, May 05 2026 10:23 PM
Background image

Beginning process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport

The process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport has also commenced. The transfer of esteemed pilgrims from the Kabul, Balkh, and. . .

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS