په افغانستان کې د جګړې په اړه د کویټ دولت د علماوو او مشایخو د څرګندونو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رسنیزه اعلامیه

bakhshi_admin
Sat, Nov 21 2020 1:28 PM

پنجشنبه ٢٩ لړم ١٣٩٩


نن د کویت دولت د علماوو، مشایخو او متنذینو په غوښتنه په افغانستان کې د جګړې د غندنې تر څنګ روانه ورور وژنه ناروا بللې او د عاجل اوربند او تلپاتې سولې غوښتنه یې کړې.
د کویټ مخورو او بانفوذه عالمانو د رسنیو په وړاندې په افغانستان کې روانه جګړه وغندله او له اسلام او جهاد سره یې د هغې اړیکې رد کړې.
دغو دیني عالمانو د ښکاره دیني نصوصو په استناد په افغانستان کې د جګړې سمدستي پای او تلپاتې سولې غوښتنه وکړه.
په دغه رسنیز غوښتنلیک کې راغلي"زموږ نظر دادی، چې: نور په افغانستان کې د روان جنګ لپاره، او په ځانګړې توګه له هغې وروسته چې د طالبانو تحریک د امریکا متحده ایالاتو سره د سولې توافقنامه لاسلیک کړه، هیڅ نوع شرعي مبرر او دلیل نشته، نو په شرعي لحاظ د قرآنکریم او احادیثو د نصوصو په رڼا کې او د عقل پر بناء نور دا جایز نه دی چې یو اړخ دې په بل اړخ مسلح بريدونه وکړي یا دې دغه جنګ د اسلام مقدس دین او جهاد ته منسوب کړي."
د علماوو دغې ډلې د قرانکریم او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو په استناد په افغانستان کې د جګړې د پای، اوربند او نړیوالې سولې غوښتنه وکړه، چې دا د اسلام د سپېڅلي دین اصلي هدف هم دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دوست او ورور هېواد کویټ د عالمانو له لوري د یادې اعلامیې په صادرولو سره مننه کوي او دا د افغانستان د دولت او د خلکو د سولې غوښتنې په برخه کې ستر ګام بولي. دغه راز له دې مخکې هم د بنګله دیش عالمانو ، په مکه مکرمه کې د اسلامي نړۍ عالمانو، په قطر کې د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحاد مرکز، رابطه اسلامي، د اسلامي همکاریو سازمان او افغان علماوو په جلا جلا غونډو کې روانه جګړه ناروا بللې وه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ټینګار کوي، چې وسله وال طالبان دې له هغې جګړې لاس واخلي، چې علماوو حرامه بللې او په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د تاوتریخوالي کمولو او سمدستي اوربند لپاره د شرایطو برابرولو غوښتنه کوي.

 

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Aug 25 2025 4:45 PM
Background image

The process of collecting old Qurans, torn pages, and religious books in a suitable location has begun across the country by the Ministry of MOHIA

On 1st Rabi' al-Awwal 1447 AH, corresponding to 3rd Sunbula 1404

Following the specific guidance of the esteemed leader of the Islamic Emirate, Amir al-Mu'minin (may Allah protect him. . .

Wed, Aug 06 2025 9:31 AM
Background image

The process of refunding the excess payments from Hajj expenses to the pilgrims has officially begun

On the 10th of Safar al-Muthafar 1447 AH, corresponding to the 14th of Asad 1404 SH

The Ministry of MOHIA of the Islamic Emirate of Afghanistan, Tuesday, commenced the process of. . .

BACK TO NEWS