د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په مشرۍ ، دیني عالمانو د کابل پوهنتون د وروستۍ پېښې قربانیانو او امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړه.

bakhshi_admin
Thu, Nov 12 2020 9:58 AM
اهدای خون

چهارشنبه ٢١لړم ١٣٩٩
دغه غونډه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په نوښت د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو په همکارۍ د کابل پوهنتون د استادانو، زده کونکو او ګڼ شمېر دیني عالمانو په ګډون (د علم او ​​معرفت مظلومو قربانیانو! زموږ وینه دې له تاسو قربان وي) تر شعار لاندې پیل شوه.
د غونډې له پیل مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او مسلکی مرستیال له لوري د شهیدانو د یاد په موخه د ګلونو اکلیل کېښودل شو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي د پوهنتون رهبري، زده کونکو، د لوړو زده کړو وزارت او د پیښې د قربانیانو کورنیو ته خپل د تسلیت مراتب وړاندې کولو ترڅنګ وویل: علماء کرام تل د خپل ولس او خلکو ترڅنګ ولاړ دي، چې ښه مثال یې د نن د ورځې دغه مراسم دي، چې علماء د خپل وجود تر ټولو بهترینه ډالۍ یعنې خپله وینه په هېواد کې د وروستيو پېښو ټپیانو ته ډالۍ کوي.
ښاغلي حلیمي د خپلو خبرو په دوام وویل: علماء کرام د قران کریم د سپېڅلو آیتونو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم احادیثو په استناد د حقایقو په تشریح کولو او د دښمنانو ناوړه پلانونو په افشا کولو سره ستاسو په څنګ کې ولاړ دي او ستاسې له حقونو څخه دفاع کوي. هغه زیاته کړه، چې د علماوو پر وړاندې د ښووونځي، مدرسې او پوهنتون تر منځ هیڅ توپیر نشته؛ نو راځئ چې د دې هیواد دښمنانو ته اجازه ورنکړو چې د دین په اړه د پروپاګندونو ،شعارونو او غلط فهمیو څخه ګټه پورته کړي.
ورپسې د کابل پوهنتون رییس پوهاند محمد عثمان بابر د ارشاد، حج ، اوقافو وزارت او علماء کرامو څخه د مننې تر څنګ ددې پېښې د قربانیانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د پیښې په اړه یې له معلوماتو له وړاندې کولو وروسته د کابل پوهنتون پر فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو مرستیال وحید مجروح هم خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي، ددې وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین الدین مظفري او ګڼ شمېر علماوو د خپل وجود یوه اندازه وینه د کابل پوهنتون او امنیتي ځواکونو ټپيانو ته اهداء کړه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

Sun, Feb 22 2026 6:32 PM
Background image

A Chinese National Embraced the Holy Religion of Islam in Kabul

Saturday, 4th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 2nd of Hoot 1404 SH

Today in the city of Kabul, a Chinese national named “Menhai Xia,” son of “Ding Changk Xia,” aged 51, who has. . .

Sat, Jan 31 2026 6:43 PM
Background image

The Ministry of MOHIA Announces Key Implemented and Planned Activities Related to Hajj 1447 AH and Hajj Costs at a Press Conference

Saturday, 12 Sha‘ban 1447 AH, corresponding to 11 Dalwa 1404 SH

Sheikh al-Hadith, Dr. Mawlawi Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, today announced a number of important implemented. . .

BACK TO NEWS