د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر د لوې څارنوالۍ ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي څخه د مخنیوي ریسې سره ولیدل.

bakhshi_admin
Mon, Oct 05 2020 3:10 PM
ملاقات

یکشنبې، د تلې ۱۳نېټه

د ارشاد حج او اوقافو سر پرست وزیر محمد قاسم حلیمي د لوې څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي څخه د منخیوي رئیسې آغلې مېرمن پروین رحیمي سره تعارفي لېدنه وکړه.

په دغه لېدنه کې چې د وزارت یوشمېر رهبرۍ غړو او د لوې څارنوالۍ یو شمېر څارنوالانو هم حضور درلود دواړه لورېو ژمنه وکړه چې د ښځو پر وړاندې د تاو ترېخوالي سره د مبارزې په برخه کې به له یو بل سره مرسته کوي.

مېرمن رحیمي د وزارت له دیني عالمانو څخه د مننې تر څنګ چې د ښځو پر وړاندې د تاویرېخوالي مخنیولي په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی دی د لا ډېرې همکارۍ غوښتونکې شوه.

ورپسې د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر یادونه وکړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي څخه مخنیوي په برخه کې د دیني عالمانو ونډه او مسؤلیت تر بل هر چا ډېر دی. دیني عالمان باید د معقول او رښتني تفسیر په وړاندې کولو سره د دینې زده کړو څخه د ښځو په برخه کې د خلکو ناسم برداشت څخه مخنیوی وکړي.

ښاغلي حلیمي څرګنده کړه چې وزارت د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې په پرلپسې ډول دیني عالمانو ته لارښونه کړې ده چې هغوی هم په ټولو غونډو او راټولېدنو کې خلکو ته د شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو په اړه معلومات ورکړي او ګټور وعظونه یې کړي دي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Fri, Aug 14 2026 8:23 AM
Background image

First Flight of Umrah Pilgrims from the Country to the Two Holy Mosques

Thursday, 29 Safar al-Muzaffar 1448 AH, corresponding to 22 Asad 1405 SH

The first flight of Umrah pilgrims for the year 1448 AH departed from the country for the Two Holy Mosques to. . .

BACK TO NEWS