د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د امامانو او خطیبانو روزنې انستیتوت د درېیمې دورې، ۱۳۹۹لمریز تعلمي کال لپاره زده کونکي جذبوي، په لاندې شرطونو برابر کسان کولی شي نوم لیکنه وکړي.

د جذبېدو شرطونه

ــــــــــــــــــــــــ

۱:  له مدرسې څخه د ۱۲ټولګي د فراغت اسناد.

۲: د نوم لیکنې په وخت کې باید اصلي او کاپي اسناد له ځان سره ولري.

۳: اصلي او کاپي تذکره او ۶قطعې ۳/۴عکسونو باید له ځان سره ولري.

د امامانو او خطیبانو روزنې انستیتوت مناسبې ځانګړنې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‎

۱: په عربي ژبې زده کړه.

۲: غوره اکاډمیک چاپېریال.

۳: د کمپیوټر او مکتبه شامله (کمپیوټري کتابتون) زده کړه.

۴: د څلورو سمسترونو وړیا زده کړه.

ښېګڼې

ـــــــــــــ

۱: هغه زده کونکي چې ۸۰سلنه نمرې تر لاسه کړي کولی شي تر اخصاصي ازموینې وروسته د دولتي پوهنتونونو شرعیاتو پوهنځي درېیم سمستر ته لار پیدا کړي.

۲: له دغه انستیتوت څخه فارغانو ته د حج د معلمۍ په پروسه کې لومړیتوب ورکول کېږي.

۳: په انستیتو کې په وړیا ډول د عربي ژبې زده کړې ته زمینه برابرول.

۴: له دغه انستیتوت څخه فارغو کسانو ته د وزارت په کاري برخو او امامت او خطابت په ټاکل کېدو کې لومړیتوب ورکول کږي.

هغه کسان چې غواړي نوم لیکنه وکړي په لاندې پته دې مرجعه وکړي:

پته: د انصاري څلورم سړک، بلاسم شفاخانې ته څېرمه، پنځم کور د امامانو او خطيبانو د روزنې انستیتوت، کابل افغانستان.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest announcements

Mon, Feb 02 2026 10:49 AM
Background image

MOHIA Announcement

The Ministry of MOHIA intends to auction off five (5) units of its scrap vehicles on 20/11/1404 (Solar Hijri) at 10:00 a.m., in the presence of the duly assigned auction committee.

Not . . .

Sat, Jan 31 2026 9:42 AM
Background image

MOHIA Announcement

A press conference of the Ministry of MOHIA is scheduled to be held today, Saturday, 11 Dalw 1404 (Solar Hijri), at the Government Information and Media Center.

Therefore, respected . . .

Mon, Dec 01 2025 12:39 PM
Background image

Announcement of the Ministry of MOHIA

The thirteenth round of the nationwide Quran memorization competition and the first round of the Quran recitation competition will be held with the participation of competitors from 34 . . .

Back to announcements