د مصر جمهوري هېواد سفیر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست وزیر سره تعارفي ناسته وکړه.

bakhshi_admin
Thu, Aug 20 2020 11:38 AM
ملاقات سفیر مصر

کابل افغانستان: نن د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي محمد قاسم حلیمي د مصر جمهوري هېواد له سفیر ښاغلي هاني صلاح، لومړي سکرتر حسن النجار او قونسل محمد عبدالحلیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او تعارفي ناسته یې ترسره کړه.

په لومړي سر کې د مصر سفیر د دواړو هېوادونو تر منځ د نېکو اړیکو تر څنګ ښاغلي محمد قاسم حلیمي ته د نوي موقف مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د مصر جمهوري هېواد چمتو دی، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په ښوونیز، فرهنګي او د دواړو وروڼو هېوادونو د علماوو تر منځ د همغږي په برخه کې همکاري وکړي.

ور پسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مصر ورور او دوست هېواد له صادقانه مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه، چې د اوږدو کلونو په لړ کې یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول ددیني اړیکو پیاوړتیا او ددې هېواد د ځوانانو لپاره د تحصیلي زمينې په برابرولو کې مرسته کړې مننه او قدردانی وکړ. دواړو لورو د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو په دوام ټینګار وکړ.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS