د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی سرپرست او نوماند وزیر معرفي شو.

bakhshi_admin
Sun, Aug 16 2020 11:06 AM
معرفی وزیر جدید

نن شنبه د روان کال د زمري میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی سرپرست او نوماند وزیر محمد قاسم حلیمي د ولسمشر د دوېیم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش له لوري ددې وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د ښاغلي محمد قاسم حلیمي د معرفي په غونډه کې د دولت لوړ پوړو چارواکو، ګڼ شمېر سیاسیونو، د ملي شوا غړو، علماء کرامو او ددې وزارت کارکوونکو ګډون کړی و.
په دغه غونډه کې د ولسمشر له لوري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوي سرپرست او نوماند وزیر محمد قاسم حلیمي د مقررۍ حکم د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې عمومي رییس فضل محمود فضلي له لوري ولوستل شو.
په پیل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دوېیم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش وینا وکړه. هغه د دې وزارت د پخواني وزیر مولوي عبدالحکیم منیب هڅې، فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې. نوموړي وویل، چې منیب صاحب په دغه وزارت کې ډېر مثبت تغیرات راوستي دي.
ښاغلي دانش وویل: علماء کرام د سولې په پروسه کې کولی شي چې مثبت رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه: علماء ددې وزارت اندامونه دي، چې علماء نه وي نو وزارت بې اندامه دی او موږ د دې وزارت د تقویې لپاره د علماو زر (١٠٠٠) بستونه اضافه کړل.
ورپسې د افغانستان د علماوو سراسري شورا سرپرست مولوي عطاءالله لودین خبري وکړې.
ښاغلي لودین د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره د ښاغلي محمد قاسم حلیمي ټاکل پر ځای پرېکړه وبلله او هغه یې یو با تجربه او بریالی کس وباله او له ولسمشر نه یې مننه وکړه، چې وړ شخص یې دې وزارت ته معرفي کړ.
په همدې حال کې د دې وزارت پخواني وزیر مولوي عبدالحکیم منیب وینا وکړه.
نوموړي وویل: په دولتي ادارو کې تغیر او تبدیل یو اصل دی او موږ په دې اصل باور لرو. نوموړي د وزارت نوي سرپرست او نوماند وزیر محمد قاسم حلیمي ته د مبارکي تر څنګ په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.
ښاغلي منیب د خپلو خبرو په پای کې د تېرو اتلس میاشتو لاسته راوړنې چی ځينى په لاندې ذکر شوې ده:
یادې کړې.
1. د حج په پروسه کې شفافیت رامنځته او د عدم رضایت کچه له 22 سلنې څخه 8 سلنې ته راټیټول.
2.د حج د پروسې لپاره نړيوال الکترونيکي سيستم جوړول.
3. د مرکز په ګډون د هېواد په پنځلس ولايتونو کې لسګونه عصري او مجهز کمپيوټر لیبونه جوړول.
4.د امامانو او ددې وزارت کارکوونکو معاشات په کُلي ډول بانکي کول.
5.د وزارت لپاره 8 عرادې نوي موټر پېرودل.
6.د وزارت د څو کلونو د اړتیا وړ لوازم پوره او تجهیزول.
7.د هېواد په ټولو زونونو کې د ويډيو کنفرانس ( video conferences) سیستم رامنځته کول چې په نږدې راتلونکي کې به افتتاح شي.
8.د جوماتونو د امامانو لپاره د (2000) دوه زره څلورم بستونه ايجادول.
9.په تخصصی برخه کې د NTA ایجاد او مسلکی افرادو جذبول.
10.د اوقافي ځمکو لپاره طرح او د او قافي عوایدو لپاره خاص میکانیزم رامنځته کول.
11.د تدریب الایمه، امامانو او روزنیز مرکزو لپاره ولایتي ودانۍ د کار پیل او افتتاح کول.
12.د ياد وزارت د تعمير او منظم ځای په اړه لازم پرمختګونه.
13.د هېواد په ډېرو مهمو مسائلو کې رغنده رول لوبول چې د بېلګې په توګه: د امام ابو حنیفه رحمه الله نړيوال سمپوزیم دایرول، د ازادۍ سلمه کليزه لمانځل او د کرونا ویروس په اړه عامه پوهاوی يادولی شو.
14.د غاصبینو څخه د لسګونو جريبه دولتي ځمکې بېرته راګرځول.
15.په ياد وزارت کې د انکشافي بودجي 98 سلنه مصرفول.
16.د وزارت لپاره د اجناسو او وسایلو لپاره برقی سیستم نصب او تطبیق کول.
17.د کابل په ګډون په ولایتونو کې څلور ستر څېړنيز مرکزونه جوړول.
18.په هيواد کې د زرګونو جوماتونو ترميم او تجهيز
او په ټوله کې د ارګ او ممبر تر منځ د واټن راکمول.
د غونډې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد قاسم حلیمي وینا وکړه.
ښاغلي حلیمي په لومړي سر کې د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني څخه مننه وکړه، چې په نوموړي یې اعتماد وکړ.
ښاغلي حلیمي په دغه وزارت کې د پخواني وزیر مولوي عبدالحکیم منیب هڅې وستایلې او په راتلونکي کې یې له دې وزارت سره د همکاریو تر څنګ نوموړي ته د ژوند په ټولو چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه.
ښاغلي حلیمي په خپلو خبرو کې وویل: په وزارت کې لا ډېرو اصلاحاتو او پرمختګونو ته اړتیا ده. نوموړي وویل: زه د تېرو وزیرانو کارونه او پرمختګونه ستایم او په نوښت سره به د وزارت د بهبود لپاره ګامونه اوچتوم.
هغه زیاته کړه: زموږ علماء اړتیا لري، چې په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر د ظرفیت لوړولو په موخه زده کړې وکړي.
د علماوو دوحدت لپاره به کوټلي ګامونه پورته کوم او علماء به سره متحد کوم.
د حج په برخه کې یې وویل، چې موږ به د عصري سیستم له لارې د حج پروسه پرمخ وړو، د زکات اداره به فعالوم، د عرفان او تصوف څانګه به فعالوم او ددې طریقې پیروانو ته به د ترینینګ او زده کړې زمینه برابروم.
د نابینایانو او ګونګیانو لپاره هم د قرآن کریم د حفظ او تعلیم برنامې هم په پام کې لرو.
ښاغلي حلیمي وویل: علماء کرام د اسنادو د ارزیابي په برخه کې ستونزې لري او ددې ستونزو د حل لپاره به هم د پوهنې وزارت سره په همکاري کوټلي ګامونه پورته کړو.
نوموړي وویل: د فساد او تعصب پر وړاندې به جدي مبارزه کوم.
له غونډې وروسته ښاغلی حلیمي د ښاغلي دانش له لوري د وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Aug 25 2025 4:45 PM
Background image

The process of collecting old Qurans, torn pages, and religious books in a suitable location has begun across the country by the Ministry of MOHIA

On 1st Rabi' al-Awwal 1447 AH, corresponding to 3rd Sunbula 1404

Following the specific guidance of the esteemed leader of the Islamic Emirate, Amir al-Mu'minin (may Allah protect him. . .

Wed, Aug 06 2025 9:31 AM
Background image

The process of refunding the excess payments from Hajj expenses to the pilgrims has officially begun

On the 10th of Safar al-Muthafar 1447 AH, corresponding to the 14th of Asad 1404 SH

The Ministry of MOHIA of the Islamic Emirate of Afghanistan, Tuesday, commenced the process of. . .

BACK TO NEWS