د سعودي عربستان سفير د ارشاد، حج اواوقافو وزیر سره لیدنه وکړه

bakhshi_admin
Thu, Mar 26 2020 11:48 AM
ملاقات

نن چهار شنبې د ۱۳۹۹لمریز کال وري میاشتې په ۶نیټه د ارشاد حج او اوقافو وزیر مولوي عبد الحکيم منيب او په کابل کې د سعودي عربستان لوي سفير جاسم بن محمد الخالدي سره وليدل چې د عامې روغیتا وزارت معین فدا محمد پیکان او د هوايي چلند ادارې ریس ډاکتر محمد قاسم وفایی زاده هم پکې ګډون کړی وه.

په دې ليدنه کې د هغو افغان زائرینو او معتمرینو په اړه بحث او خبرې وشوې چې په سعودي عربستان کې بند پاتې دي، د سعودي سفیر په دغه برخه کې وویل چې یاد زائرین او معتمرین تر څوارلس ورځو قرنطین اومعایناوتو ورسته کتل شوي دي چې د ټولو صحي وضیعت د ډاډ وړ دی

د ارشاد حج او اوقافو وزیر په دغه برخه کې ټینګار وکړ هغه کسان چې راستنېږي باید صحي معایناتو په برخه کې او په کرونا ویروس د هغوي د عدم ابتلا ډاډ افغان حکومت ته ورکړل شي.

په دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې په دې برخه کې یو منظم او هر اړخیزه پلان له ترتیب وروسته اقدام وشي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Fri, Aug 14 2026 8:23 AM
Background image

First Flight of Umrah Pilgrims from the Country to the Two Holy Mosques

Thursday, 29 Safar al-Muzaffar 1448 AH, corresponding to 22 Asad 1405 SH

The first flight of Umrah pilgrims for the year 1448 AH departed from the country for the Two Holy Mosques to. . .

BACK TO NEWS