د۱۳۹۹ کال حاجیانو لپاره د اساسی خدماتو د قرارداد هوکره په مکه مکرمه لاسلیک شوه.

bakhshi_admin
Fri, Dec 20 2019 9:45 PM
قرار داد حج

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د عربستان سعودی هیواد د جنوب اسیا مؤسسې ترمنځ د ١٣٩٩ کال حاجیانو له پاره د اساسي خدماتو د قرارداد هوکړه په مکه مکرمه لاسلیک شوه. د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ د حج د مقدماتي چارو د پرمخ وړلو له پاره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم”منیب“ په مشرۍ یو هیأت سعودي عربستان هېواد ته لاړ. یاد هیأت د عمرې له ادأ کولو وروسته په لومړي سر کې د جنوب اسیا مؤسسې سره د ١٣٩٩ کال دحاجیانو چارو د تنظیم او د مکتبونو د خدماتو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې. لومړی مولوي عبدالحکیم ”منیب“ د حج د تېر کال پروسه د جنوب اسیا مؤسسې سره په همغږۍ بریالۍ وبلله او ددې بنسټ د مکتبونو له خدماتو یې مننه وکړه. همدارنګه د ځینو هغو نیمګړتیاؤ او نواقصو یادونه یې هم وکړه چې تېر کال د حج په پروسه کې ورسره مخ شوي و. ښاغلي ”منیب“ له یادې مؤسسې و غوښتل چې په مشاعرو کې افغان حاجیانو ته د نورو سهولتونو ترڅنګ د رېل تمځای ته نږدې خېمې په نظر کې ونیسي. ښاغلي ”منیب“ زیاته کړه، د تېرو کلونو تجربو ته په کتو چې د مکتبونو ډېروالی و، د حاجیانو د ښه تنظیم لپاره راتلونکی کال له محدودو مکتبونو څخه استفاده وشي. ورپسې د جنوب اسیا مؤسسې ریس د افغاني هیأت د نظرونو وړاندیزونه له اورېدلو وروسته د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه. په پای کې د ١٣٩٩ کال حاجیانو ته د اساسي خدماتو له پاره د (العقد الموحد لتقدیم الخدمات الأساسية للحجاج) تر نامه لاندې د قرارداد هوکړه لاسلیک شوه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Fri, Aug 14 2026 8:23 AM
Background image

First Flight of Umrah Pilgrims from the Country to the Two Holy Mosques

Thursday, 29 Safar al-Muzaffar 1448 AH, corresponding to 22 Asad 1405 SH

The first flight of Umrah pilgrims for the year 1448 AH departed from the country for the Two Holy Mosques to. . .

BACK TO NEWS