دحکومت حساب ورکونې په لړي کې ملت ته

bakhshi_admin
Sat, Apr 20 2019 10:43 AM
حسابدهی حکومت به ملت

دارشاد، حج اواوقافو وزارت دحکومت حساب ورکونې په لړي کې ملت ته دتير کال لاس ته راوړنې او دراتلونکي کال پلانونه شريک کړل.

کابل: افغانستان: دحکومت درسنيوله  مرکز خبر راکول کيږي چې مولوي عبدالحکيم منيب دارشاد، حج اواوقافو وزير ملت ته دحساب ورکونې په لړ کې دتيرکال لاس ته راوړنې او راتلونکي کال پلانونه شريک اودخبريالا نو پوښتنوته ځوابونه ورکړل.

دافغانستان اسلامي جمهوری رياست عالي مقام دهدايت په بنسټ دحکومت ټولې اداري مکلفيت لري چې دشفافيت د رامنځ ته کولو په موخه ملت  او داطلاعاتوته دلاس رسي کميسيون ته وړاندې کړل

په همدي موخه نن دارشاد، حج اواوقافو وزير له لورې د ۱۳۹۷ کال لاس ته راوړنې او د۱۳۹۸ کال دچارو دښه سمون په موخه پلانونه ملت او اطلاتو لاس رسي کميسيون ته ډاګيز کړل وويل : دلومړي ځل لپاره ۴زره توکه دجمعې لمونځ دخطبی کتابونه په دوه  جلدو کې دهېوادپه رسمي ژبو چاپ شوي همدارنکه دلومړي ځل لپاره دامامانو او مو‌ذينيو  بستونه له اجيري څخه خلاص او سمي شو چې په معشونوکې يې ډېروالاي رامنځ ته شوي دي دعلماي کرامو امامانو او قاريانو د تحصلي  سوي د لوړونې په موخه دتدريب ايمه او معهدي عالي قرات انستيتوت دبنسټ ايخودنه دټولنې لپاره داسلامي فرهنګ کلېزي چاپ اود هېواد په کچه  ۴۳۹ محراب جوماتونه جوړول

هغه ډېره کړه دلومړي ځل لپاره په ټوله اسلامي نړۍ کې دشيخ القراء استادقاري برکت الله سليم له لورې قرانکريم ۱۴ روايتونواو ۷ قراعتونو کې په ملي راديو تلویزيون کې ثبت شوي چې ۱۰ روايتونه يې بشپړ او په نور کار روان دي

هغه دحج په اړه وويل: دي ته په کتو چې دحج مصرف هرکال کميږي نظر نور اسلامي هېوادونو ته دا د مسولينو د څارنې او هلو ځلو په اساس چې هرکال ۳۰ زره حجاج  حرمين شرفينوته دفرضی حج د اداء کولو په موخه  استول کيږي په کور دننه او بهر ورته اړين خدمتونه وړاندې کيږي.

هغه داوقافو او اداري ترسره شوي کارونو په اړه وويل: ۸۵ ميلونه وقفی افغانی عوايد بانک ته استول شوي دي همدارنګه ۹۵ سلنه عادی او ۷۸ سلنه انکشافی بو ديجه لګول شوي ده

دارشاد،حج اواوقاف وزير دخپلو خبرو په پای کې د راتلونکي پلانوته دبيان په ترڅ کې وويل:لومړي دهېواد په تاريخ کې دوزارت په مدیريت دامام ابو حنيفه (رح)  نړيوال سمپوزيم  پيل شي، ۱۷۰۰تنو قاريانو او فاتحانوته مناسب معاش په موقت توګه ورکول کيړي چې دروژې مبارکي مياشت کې د کابل ښارپه جوماتونوکې دقرانکريم ختمونه وکړي

هغه ډېره کړه : ۶۰ محرابه جوماتونه  په مرکز اوولايتونو کې له عادي بوديجې اعمارشی ۲ محرابه جوماتونه ترميم ، ۳۶ محرابه نمونو ي جامع جوماتونه جوړول او ۴۳ بابه فاتحی خونې جوړول د جمهوری رياست  دارګ دعملياتی اداري له لورې ترڅارنې لاندې او د وزارت په همکاری په ۳۴ ولايتونو او مرکز کې اعمارشي

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Tue, Jun 24 2025 10:04 PM
Background image

Foundation Stone Laid for a Mosque in the Compound of the General Directorate of Administrative Affairs

27 Dhu al-Hijjah 1446 AH – Corresponding to 4 Saur 1404 SH 

Based on a directive from the Amir al-Mu’minin of the Islamic Emirate of Afghanistan, may Allah protect him, the foundation. . .

Tue, Jun 24 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of MOHIA Meets Turkish Religious Scholars in Kabul

26 Dhu al-Hijjah 1446 AH – Corresponding to 2/4/1404 SH 

 

Sheikh Mawlawi Azizurrahman Mansoor, Deputy Minister for Mysticism and the Regulation of Religious Places at the Ministry. . .

Sat, Jun 21 2025 8:57 PM
Background image

The return of Afghan pilgrims continues in an organized manner

Saturday, 24th Dhu al-Hijjah 1446 AH – corresponding to 31 Jawza 1404 SH 

The return of Afghan pilgrims from Saudi Arabia to the country after the Hajj rituals of the year 1446 AH is. . .

BACK TO NEWS