د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته ورسېد

bakhshi_admin
Sun, Apr 19 2026 10:50 AM
پرواز اول

۱/ ذوالقعده/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۹/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان، چې د ننګرهار ولایت (۳۴۶) تنه حجاج پکې شامل وو او د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه یې نن سهار په ۳:۳۰ بجو د کام ایر هوايي شرکت پر مټ الوتنه کړې وه، د سهار په ۸:۰۰ بجو د مدینې منورې هوايي ډګر ته ورسېد.

د یادو حجاج کرامو د استقبال او ښه راغلاست لپاره په ریاض کې د اسلامي امارت سفیر، ښاغلي شیخ عبد الفتاح حقاني، د اسلامي همکاریو د سازمان او جدې قونسلګرۍ استازو، د مکې مکرمې او مدینې منورې د حج قونسلانو او له وزارت څخه د لېږل شوو کاري کمېټو مسؤولینو ګډون کړی ؤ.

یاد حجاج کرام د اړوندو کاري کمېټو له لوري د مدینې منورې حرم شریف د مرکزي ساحې په نیول شوو عمارو (تعمیرونو) کې په منظم ډول ځای پر ځای شول. دوی به هلته په نبوي حرم شریف کې د اته (۸) شپو او ورځو په جریان کې څلویښت (۴۰) لمونځونه اداء کړي او ددې ترڅنګ به د حج بعثې او اړوند کمېټو له لوري د جوړ شوي پلان له مخې مقدسو ځایونو او زیارتونو ته ولېږدول شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS