د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج بعثې اعضاوو او مسؤولینو لپاره جوړ شوی ښوونیز او روزنیز سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

bakhshi_admin
Mon, Apr 28 2025 6:27 PM
سمینار بعثه

۲۸ شوال المکرم ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۶ ثور ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۶ هـ ق مطابق د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حج بعثې د غړو لپاره درې ورځنی ښوونیز او روزنیز سیمینار چې ددې وزارت د محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب په مستقیمه لارښوونه او څارنه په پلازمینه کابل کې پیل شوی ؤ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

 په یاد ښوونیز او روزنیز سیمینار کې د افغانستان د حج بعثې غړو او مسؤلینو د خپلو دندو او اداري مکلفیتونو په اړه ژور پوهاوی او عملي مهارتونه ترلاسه کړل، همداراز د سیمینار له لارې هڅه وشوه چې د بعثې د بېلابېلو برخو او کمېټو ترمنځ همغږي لا پیاوړې شي،  دحج چارو د ښه تنظیم لپاره یو واحد تګلوری رامنځته شي او د بعثې ټول غړي له هغو اصولو، کړنلارو او مقرراتو سره په بشپړه توګه آشنا شي چې د حاجیانو د خدمت لپاره اړین ګڼل کېږي.

د سیمینار په وروستۍ ورځ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني، د مرکز او ولایاتو یو شمېر رئیسانو، د سیمینار استاذانو او د افغانستان د حج بعثې ټولو اعضاوو ګډون درلود.

د وزارت مسلکي مرسیتال د سیمینار ګډونوالو ته ګټوره وینا وکړه او د حاجیانو خدمت یې ستر مسؤلیت او د لوی اجر او ثواب سبب یاد کړ، نوموړي ټینګار وکړ چې د حاجیانو د حدمت ترڅنګ حرمینو شریفینو د آدابو رعایت باید په درناوي، عاجزۍ او بشپړ اخلاص سره ترسره شي او همداراز باید ټولې کمېټې خپلو دندو  ته جدي پاملرنه وکړي او د سعودي عربستان د حکومت له لوري وضع شوي مقرارات  په پام کې ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې په دغه درې ورځني سیمینار کې د حج بعثې ټولو اعضاوو ته د ارشادي او دیني موضوعاتو ترڅنګ د بېلابېلو کاري کمېټو لکه ټرانسپورټ، تغذیه، روغتیا، تسکین، ترحیل، مفقودینو، بهرنیو اړیکو، فرهنګي او نشـراتي او هوایي ډګرونو کمېټو اړوند تفصیلي او هراړخیز معلومات ورکړل شول، تر څو هغوی وکولای شي خپلې دندې په ښه توګه وپیژني، خپلمنځي همغږي وساتي او حاجیانو ته غوره، منظم او پر وخت خدمتونه وړاندې کړي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Aug 06 2025 9:31 AM
Background image

The process of refunding the excess payments from Hajj expenses to the pilgrims has officially begun

On the 10th of Safar al-Muthafar 1447 AH, corresponding to the 14th of Asad 1404 SH

The Ministry of MOHIA of the Islamic Emirate of Afghanistan, Tuesday, commenced the process of. . .

Mon, Aug 04 2025 9:13 AM
Background image

Introduction of the Deputy Minister Professional of the Ministry of MOHIA.

8 Safar al-Muzaffar 1447 Hijri Qamari, corresponding to 12 Asad 1404 Hijri Shamsi.

According to the decree of Amir al-Mu’minin (may Allah preserve him), Sheikh Zia-ur-Rahman Madani was. . .

BACK TO NEWS