د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د جوماتونو د ښه مدیریت او انسجام په تړاو غونډه ترسره کړه

bakhshi_admin
Sun, Sep 24 2023 12:35 PM
ملاقات

۸ ربیع الأول ۱۴۴۵هـ ق (۱ میزان ۱۴۰۲هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني د خپل کار په دفتر کې د ارشاد او جوماتونو چارو د انسجام عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي او ددې ریاست اړوند کارمندانو او د کابل ښار د (۲۲) ناحیو له مدیرانو سره غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې یاد وزارت مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني د خپلو خبرو په ترڅ د جوماتونو د ارشادي چارو د تنظیم او اصلاح په برخه کې ګټورې لارښوونې وکړې او د جوماتونو د تنظیم په برخه کې د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي حقاني وویل: د متحدې (عربي) خطبې او د جمعې د (وعظ او نصیحت) لارښود خطبې، چې ورځني اړین موضوعات بلل کېږي د ملت او ولس سره د جوماتونو له لارې شریک شي او همدا راز د جوماتونو د حفظ الصحه (پاکوالي) ته ځانګړې پاملرنه وشي، د جوماتونو د بریښنا او اوبو مصارفو ته جدي توجه وشي.

نوموړي زیاته کړه د جوماتونو امامان په ټولنه کې پیشوا او مشران دي، دوی باید د خپلو خلکو د اصلاح او روزنې لپاره په جوماتونو کې د ماشومانو او نورو وګړو ته د فقهې او دیني زده کړو حلقې جوړې کړي، د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درسونه تنظیم کړي او هم د دوی د پوهې لوړولو، قرائت او خطابت د ښه کولو لپاره کار وکړي.

د خپلو خبرو په پای کې ښاغلي حقاني د دغه ریاست د کارکونکو ستونزي او مشکلات واورېدل او دوی ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې په پای کې ټولو کارمندانو ژمنه وکړه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت محترم مقام د پاليسۍ مطابق به خپل وظايف په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کوي

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

Sun, Feb 22 2026 6:32 PM
Background image

A Chinese National Embraced the Holy Religion of Islam in Kabul

Saturday, 4th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 2nd of Hoot 1404 SH

Today in the city of Kabul, a Chinese national named “Menhai Xia,” son of “Ding Changk Xia,” aged 51, who has. . .

Sat, Jan 31 2026 6:43 PM
Background image

The Ministry of MOHIA Announces Key Implemented and Planned Activities Related to Hajj 1447 AH and Hajj Costs at a Press Conference

Saturday, 12 Sha‘ban 1447 AH, corresponding to 11 Dalwa 1404 SH

Sheikh al-Hadith, Dr. Mawlawi Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, today announced a number of important implemented. . .

BACK TO NEWS