په مدینه منوره کې د افغان حاجیانو لپاره ۲۴ ساعته روغتیايي خدمات وړاندې کیږي

bakhshi_admin
Sat, May 27 2023 5:40 PM
خدمات صحی

۶ ذوالقعدة ۱۴۴۴ هـ ق (۵ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش) د مدینې منورې د حج بعثې روغتیا کمېټي له ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل سره په همغږۍ شپه او ورځ افغان حاجیانو ته د ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅې کوي. مدینې منورې ته د حاجیانو د راتګ سره سم، یاده کمېټه د منظمو تدابیرو او پلانونو په نیولو سره خپل خدمات پیل کړي دي او د تجربه لرونکو ډاکټرانو او د اړتیا وړ درملو او کلینیکونو په درلودلو سره د حاجیانو د روغتیا او درملنې ته جدي پاملرنه کوي. د يادې کمېټې مسؤل محترم ډاکټر صدرالدين په يوه مرکه کې وويل، چې د دغې کمیټې د وقایه او درملنې په برخه کې حاجیانو د اړتیاوو تشخیص له مخې، د هیواد حاجیانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول په دریو برخو ویشلي دي: ۱: د دې کمېټې ګرځنده ټیم د حاجیانو عمارو او خونو ته ځي او د ناروغانو درملنه کوي. ۲: د سرپا کلینیکونه (OPD) پرانیستل شوي او حاجیان هلته د درملنې لپاره ورځي. ۳: که زموږ د حاجي روغتیايي حالت د ډاډ وړ نه وي، ناروغ په عاجله توګه د سعودي روغتونونو ته د درملنې لپاره استول کیږي. نوموړي زیاته کړه، چې مدینې منورې ته د حاجیانو د لېږد له پیل راهیسې، د سیار روغتیایي ټیم له خوا د (۳۵۰) کسانو درملنه شوې، د (۴۰۰) کسانو درملنه په سراپا کلینک کې شوې او (۷۰ ) تنه حاجیان د درملنې لپاره د سعودي روغتونونو ته معرفي شوي دي

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

Sun, Feb 22 2026 6:32 PM
Background image

A Chinese National Embraced the Holy Religion of Islam in Kabul

Saturday, 4th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 2nd of Hoot 1404 SH

Today in the city of Kabul, a Chinese national named “Menhai Xia,” son of “Ding Changk Xia,” aged 51, who has. . .

Sat, Jan 31 2026 6:43 PM
Background image

The Ministry of MOHIA Announces Key Implemented and Planned Activities Related to Hajj 1447 AH and Hajj Costs at a Press Conference

Saturday, 12 Sha‘ban 1447 AH, corresponding to 11 Dalwa 1404 SH

Sheikh al-Hadith, Dr. Mawlawi Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, today announced a number of important implemented. . .

BACK TO NEWS