خبرتیا

bakhshi_admin
قسط دوم

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج د فریضې اداء کوونکو ته خبر ورکوي، چې د روان (۱۴۴۴) هجري قمري کال چې د (۱۴۰۲) هجري لمریز کال سره سمون خوري، د حاجیانو د اسنادو د ترتیب او نهايي کولو په خاطر، د حج د لګښتونو د بشپړې تحویلۍ بهیر سر له چهارشنبې ۱۳/شوال المکرم/ ۱۴۴۴هـ ق مطابق ۱۳/ ثور/ ۱۴۰۲ هـ ش نیټې څخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې پیل کیږي.

د لګښتونو د جدول له مخې د اهل تسنن حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۳۹۲۴.۴۱) امریکایي ډالر، معادل (۳۴۰۰۵۰.۰۲) افغانۍ او د اهل تشیع حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۳۹۷۴.۴۱) امریکایي ډالر، معادل (۳۴۴۳۸۲.۶۲) افغانۍ ټاکل شوی دی.

له ټولو هغو حاجیانو څخه چې د (۱۴۰۲ هـ ش) کال لپاره ورته نوبت رسېدلی او لومړی قسط یې تحویل کړی، په درنښت هیله کیږي، چې د خپل دویم او وروستي قسط د تحویلولو لپاره له خپلو اړوندو اسنادو او لاندې مقدار پیسو سره حاضر شي:

۱ـ  هغو حاجیانو چې خپل لومړی قسط (۱۰۰۰) زر امریکایي ډالر تحویل کړي، له (۲۹۲۴.۴۱) امریکایي ډالرو، معادل (۲۵۳۴۰۰.۱۲) افغانۍ.

۲ـ  هغو حاجیانو چې خپل لومړی قسط (۵۰۰) پنځه سوه امریکایي ډالر تحویل کړي (۳۴۲۴.۴۱) امریکایي ډالر، معادل (۲۹۶۷۲۵.۱۲) افغانۍ له ځان سره راوړي.

۳ـ  د اهل تشیع هغه حاجیان چې په لومړي قسط کې یې (۱۰۰۰) زر امریکايي ډالر تحویل کړي (۲۹۷۴.۴۱) امریکايي ډالر، معادل (۲۵۷۷۳۲.۶۲) افغانۍ او هغه اهل تشیع حاجیان چې په لومړي قسط کې یې (۵۰۰) امریکايي ډالر تحویل کړي (۳۴۷۴.۴۱) امریکايي ډالر، معادل (۳۰۱۰۵۷.۶۲) افغانۍ له ځان سره راوړي.

۴ـ د اداراتو او فوق العاده سهمیې محترمو حاجیانو چې تر اوسه یې هیڅ مبلغ نه دی تحویل کړی باید د حج د اداء کولو ټولې پیسې په یو ځل د لګښتونو د جدول له مخې د اهل تسنن حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۳۹۲۴.۴۱) امریکایي ډالر، معادل (۳۴۰۰۵۰.۰۲) افغانۍ او د اهل تشیع حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۳۹۷۴.۴۱) امریکایي ډالر، معادل (۳۴۴۳۸۲.۶۲) افغانۍ کیږي تحویل کړي.

د حج محترم متقاضیان کولای شي چې د روان کال د شوال المکرم د میاشتې له دیارلسمې نیټې څخه چې د ثور میاشتې له دیارلسمې نیټې سره برابره ده، د خپلو اسنادو سره او یا د هغې اداراې څخه یو رسمي مکتوب په راوړلو سره چې سهمیه ورته ورکړل شوې ده، د خپل نوبت سند، د تذکرې اصل او کاپي او د پاسپورټ د درلودلو په صورت کې د پاسپورټ له رنګه کاپي سره، د کابل د دوویشتو ناحیو حاجیان دې د زړو مکرویانو د ملي بس څلور لارې ـ مرنجان تپې ته څېرمه ـ د مرکز زون د حاجیانو مجتمع ته او د ولایتونو حاجیان دې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ولایتي ریاستونو ته مراجعه وکړي؛ تر څو د دوی د حج د لګښت پيسې د تعرفې له مخې اړوندو بانکونو ته وسپارل شي او د دوی د سفر اسناد طی مراحل، تعقيب او بشپړ شي.

د حج له ټولو محترمو متقاضیانو څخه په درنښت هیله کیږي، چې د خپلو پیسو د تحویلۍ، د پاسپورټونو د سپارلو او یا بایومټریک لپاره هر څومره ژر چې کیږي اقدام وکړي او د خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د (  ۱۳ ) ورځو په موده کې (د شوال المکرم میاشتې تر ۲۵ نیټې پورې) باید خپل کارونه بشپړ کړي.

یادونه:

الف : د کابل ولایت د ولسوالیو حاجیان دې د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړي.

ب : هغه حاجیان چې مخکې تنظیم شوي او برېښنایي پاسپورټونه لري، له ۴ قطعې اوسني ۴/۳ عکسونو سره، چې سپین بګرونډ ولري، حاضر شي.

ج: هغه حاجیان چې مخکې تنظیم شوي، خو برېښنایي پاسپورټونه نه لري، له ۶ قطعې ۴/۳ او ۲ قطعې ۵/۴ عکسونو سره، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د کابل ښار د نواحیو حاجیان د حاجیانو مجتمع ته او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته ژر تر ژره مراجعه وکړي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest announcements

Mon, Dec 01 2025 12:39 PM
Background image

Announcement of the Ministry of MOHIA

The thirteenth round of the nationwide Quran memorization competition and the first round of the Quran recitation competition will be held with the participation of competitors from 34 . . .

Thu, Nov 06 2025 9:52 AM
Background image

The Ministry of MOHIA Announcement

The Commencement of the Five Daily Congregational Prayers at the Eidgah Grand Mosque of Kabul

قال الله تعالی: ]إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ . . .

Sat, Nov 01 2025 2:32 PM
Background image

MOHIA Announcement

The process of refunding surplus funds to last year’s pilgrims by the Ministry of MOHIA is nearing completion.

In order to protect the rights of pilgrims and ensure the full return of . . .

Back to announcements