د قراءات عالی معهد (انسټیټیوټ) دنوي دورې له داوطلبانو څخه تخصصي آزموینه واخیستل شوه

bakhshi_admin
Sun, Mar 26 2023 9:52 AM
معهد عالی قرات

۳ رمضان المبارک ۱۴۴۴ هـ ق (۵ حمل ۱۴۰۲ هـ ش)

نن د قراءات عالی معهد (انسټیټیوټ )د پنځمې دورې د نویو محصلینو دجذبولو په موخه  ځانګړې آزموینه د تجربه لرونکې هيئت لخوا په یاد انسټیټیوټ کې واخیستل شوه، چې په دغه آزموینه کې د قاریانو چارو رئیس مولوی عبد الغفار ثاقب او د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس هم ګډون درلود.

په دې آزموینه کې (۶۰) تنو با استعداده حافظانو د کانکور په دغه آزموینه کې ګډون کړی وو، چې له آزموينې تر بريالي کېدو وروسته به د ځينو شرايطو په پام کې نيولو سره د معهد عالی قراءات نوي دورې ته جذب شي.

د دې آزموينې د پرانيستې په مراسمو کې د قایانو چارو رئيس مولوي عبدالغفار ثاقب وويل: چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قراءاتو عالی معهد انسټیټیوټ د ( تخصص قراءات سبعه عشره) د ترلاسه کولو لومړنۍ رسمي اداري ترڅنګ په تجربه لرونکو استادانو برسیره ورته مناسب درسي چاپیریال،  مجهز کمپیوټري لپ ، معیاري کتابتون او فارغانو ته د فوق بکلوریا (۱۴ پاسو) سند ورکولو په برخه کې د هېواد په کچه د قرآن کریم د علومو په تدریس کې ارزښتناک رول لوبولی دی، چې په څو پړاوونو کې یې خپل فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Fri, Aug 14 2026 8:23 AM
Background image

First Flight of Umrah Pilgrims from the Country to the Two Holy Mosques

Thursday, 29 Safar al-Muzaffar 1448 AH, corresponding to 22 Asad 1405 SH

The first flight of Umrah pilgrims for the year 1448 AH departed from the country for the Two Holy Mosques to. . .

BACK TO NEWS