د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حج چارو د انسجام کمیټې سره وکتل

bakhshi_admin
Mon, Feb 06 2023 10:48 AM
کمیته حج

 

۱۴ رجب‌المرجب ۱۴۴۴ هـ ق (۱۶ دلو ۱۴۰۱ هـ ش)

 

نن دیکشنبې ورځ له غرمې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د حج چارو له کمیټې سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې افغان حاجیانو ته د غوره او لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې. نوموړي د حج په پروسه کې خدمت کول له یو طرف مسؤلیت او له بل طرفه ستر عبادت وباله او د یادې کمیټې  څخه یې د ترسره کړو اجراءاتو له امله مننه وکړه او دوی یې لا زیات خپلو دندو ته متوجه کړل

همدا راز د دغه کمیټې  مسؤول مولوي عبدالولي حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې د غوره خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې د تېر کال د تجربو څخه د ګټې اخیستنې په اړه څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه، چې افغان حاجیانو ته د هیواد دننه او په سعودي عربستان کې د لازیاتو اسانتیاو  لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

د یادونې وړ ده چې د حج چارو د انسجام کمیټه  د راتلونکي حج لپاره د ابتدایي او لازمو اقداماتو تر څنګ د حج دمقررې، د سهمې تقسیم بندي، د معلمینو دتعیین او ازموینې او د روان کال حج د لویو قرار دادونو لپاره ځینې ګامونه پورته کړي دي، ترڅو په  راتلونکي ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې د حج د یوی کامیابه او بریالۍ پروسې شاهدان واوسو .

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS