د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له ښاغلی ملا عصمت الله زرقاوي سره وکتل.

bakhshi_admin
Wed, Jan 11 2023 2:21 PM
زرقاوی

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوی نورمحمد ثاقب په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ له مشهور جهادي شخصیت الحاج ملا عصمت الله زرقاوي سره وکتل.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی زرقاوي ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د نوموړي د کارنامو ستاینه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې حاجي ملا عصمت الله زرقاوي له امریکايي اشغالګرو او د هغوی له غلامانو سره په مسلح جهاد کې خپلې سترګې او دواړه لاسونه د الله جل جلاله په لاره کې قربان کړي او له همدې امله د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ او د اسلامي امارت مسئولینو په ځانګړې پاملرنه تیرکال د حج بیت الله شریف سعادت څخه برخمن شو او د حج په دوران کې هم د کوربه هېواد سعودي عربستان د پولیسو او نورې نړۍ د مسلمانانو لخوا په معنوي ډول وهڅول شو.

په پای کې محترم زرقاوي د اسلامي امارت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له همکارۍ او شفقت څخه مننه وکړه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS