د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او آریانا افغان هوایي شرکت تر منځ د حاجیانو د لیږد او بېرته راستنیدو هوکړه لاسلیک شوه.

bakhshi_admin
Thu, May 26 2022 7:16 PM
عقد قرار داد حجاج

پنجشنبه ۲۴ شوال المکرم/۱۴۴۳ه.ق  او ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۴

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او اریانا افغان هوایي شرکت تر منځ د روان کال حاجیانو د انتقال او بیرته راتلو هوکړه پرون د یاد وزارت په انګړ کې لاسلیک شوه.

‌‎دغه غونډه د حج ملي کمېټې د پرېکړې سره سم د ارشاد،حج او اوقافو وزارت ښاغلې وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب او د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو په شمول د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس حاجي رحمت الله اغا او د یاد شرکت یو شمېر استازو په کډون ترسره شوه .

‌‎دغه ناسته د پخوانیو ناستو  په دوام د حاجیانو د لیږد را لیږد د پروسي د چټکتیا او حاجیانو ته د لا دښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه.

‌‎په یاده غونډه کې دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل چې یاد هوايي شرکت به د ټاکل شوې سهمیه څخه نیمایي حاجیان د وړاندې شويو شرائیطو مطابق او د هوایي چلند د موجوده معیارونو په پام کې نیولو سره سعودي عربستان ته د حج مراسمو ادا کولو لپاره انتقال او له مراسمو وروسته یي بېرته هېواد ته راستانه کړي.

د یادولو وړ ده چې د ۱۴۴۳ه ق(۱۴۰۱ه ش) کال سهمیه د افغانستان حاجیانو لپاره (۱۳۵۸۲) تنه ټاکل شوې ده.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS