د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له مسوولینو سره وکتل.

bakhshi_admin
Sun, May 08 2022 10:57 AM
ملاقات وزیر با کام ایر

نيټه، ۷ شوال، ۱۴۴۳ هـ_ د ۱۴۰۱ هـ ق کال د غویی ۱۷ مه

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د اریانا هوايي شرکت او کام ایر هوایي شرکت له مسوولینو سره جلا جلا ناستو کې وکتل.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حاجيانو د لېږد او راستنېدو په برخه کې د یادو شرکتونو د پلانونو او اقداماتو په اړه د معلوماتو او توضيحاتو غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ددې وزارت د رهبرۍ یو شمېر غړو هم حضور درلود.

له يادو شرکتونو څخه د حاجيانو د ليږدونې د پلان او اقداماتو، د هغوى د وړتيا او ظرفيت ترڅنګ د حاجيانو د ليږدونې د لګښتونو په اړه هم معلومات وغوښتل شول.

د یادو شرکتونو مسوولینو په وار وار د وزارت رهبري غړو ته د شته ظرفیتونو او اسانتیاوو او د حاجیانو د لېږد د پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د حاجيانو لېږد سوداګري نه، بلکې خپل ديني مکلفيت وګاڼه او ژمنه يې وکړه، چې حاجيانو ته د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کې به د هر راز همکاریو ته چمتو دي.

په پای کې د يادو شرکتونو د مسوولينو د نظرونو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته پرېکړه وشوه، چې د دوى د ټکټونو وروستي نرخونه او شرايط دې له دغه وزارت سره په ليکلي ډول مطرح شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS