د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د فلسطین له قاضي القضات سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

bakhshi_admin
Thu, Feb 11 2021 10:28 AM
فلسطین

چهارشنبه ٢١ سلواغې ١٣٩٩

کابل: نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د فلسطین له قاضي القضات او د ولسمشر سلاکار دوکتور محمودالهباش سره د ویډیو کنفرانس له لارې په افغانستان کې د روان جنګ د پای ته رسولو او د سولې په اړه خبرې وکړې.

په دغه کنفرانس کې د فلسطین لپاره په اُردن کې د افغانستان سفیر طارق شاه بهرامي او په ازبکستان کې د افغاسنتان لپاره د فلسطین سفیر هم ګډون کړی و.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي خبرې وکړې. نوموړي قدس د مسلمانانو لومړۍ قبله او درېیم حرم یاد کړ. هغه زیاته کړه، چې افغانستان له فلسطین سره ډېرې نږدې مذهبي او پخوانۍ اړیکې لري او په بیت المقدس کې د افغانستان په نوم د یوې وقفي زاویې موجودیت چې په ١٠٤٣ ه ق کال کې جوړه شوې ده د اوږدو تاریخي اړیکو ښکارندویي کوي.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه: لکه څنګه چې د نړۍ نورو اسلامي هېوادونو او د دیني مرکزونو علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه د قدس له مفتي څخه مننه وکړه، چې دوی هم د افغانستان جګړه ناروا او ورور وژنه یاده کړې ده.

نوموړي همداراز وویل، چې موږ د نړۍ له ټولو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او فلسطین زموږ لپاره ځانګړی اهمیت لري.

ورپسې د فلسطین قاضي القضات او د ولسمشر سلاکار ښاغلي دوکتور محمود الهباش خبرې وکړې او د فلسطین د ولسمشر ښاغلي محمود عباس سلامونه او نېکې پېرزوینې یې د افغانستان ولس ته وړاندې کړې.

ښاغلي الهباش افغانستان او فلسطین ورونه هېوادونه یاد کړل او له افغانانو څخه یې مننه وکړه، چې تل یې د بیت المقدس څخه په ملاتړ خپل غږ پورته کړی.

نوموړي هم د نورې اسلامي نړۍ د دیني علماوو په څېر په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ روانه جګړه ورور وژنه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې دا ډول جګړې هيڅ ډول دیني توجیه نلري.

ښاغلي الهباش په افغانستان کې د جګړې په ښکېلو اړخونو غږ وکړ، چې د خبرو او مذاکراتو له لارې دا جګړه پای ته ورسوي، ښکېلې خواوې دې ولس ته مراجعه وکړي او د ټولټاکنو په پایله کې دې یو قوي او مرکزي حکومت رامنځته کړي. ښاغلي الهباش وویل، چې موږ تل د افغانانو تر څنګ ولاړ یو او یو با ثباته افغانستان د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یو قوت دی.

د پروګرام په پای کې د دواړو هېوادونو لپاره سفیرانو هم د اړیکو په پیاوړتیا او په دیني برخه کې د همکاریو د زیاتېدو ژمنه وکړه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jul 02 2026 10:38 AM
Background image

With the Arrival of the Final Flight of Afghan Pilgrims from the Kingdom of Saudi Arabia, This Year's Hajj Operation Successfully Concluded

Wednesday, 15 Muharram 1448 AH
Corresponding to: 10 Saratan 1405

The return process of Afghan pilgrims who performed Hajj in 1447 AH (1405 SH) from the Kingdom of Saudi Arabia, which. . .

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS