د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جمهوري ریاست د چارو ادارې د کابینې د همغږۍ ریاست سره ناسته

bakhshi_admin
Wed, Jan 13 2021 9:18 AM
انسجام امور کابینه

سې شنبه ۲۳ مرغومي ۱۳۹۹

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د جمهوري ریاست د چارو ادارې د کابینې د همغږۍ چارو له رییس وحید حلیمیار، کارپوهانو او مل پلاوي سره یې ددې وزارت په انګړ کې وکتل.

د غونډې په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کابینې د چارو د همغږۍ ریاست څخه د دوی د پر وخت او مؤثرو اقداماتو لپاره مننه وکړه او د کابینې د مصؤبو پر وخت پلي کولو کې د جدي همکارۍ ژمنه وکړه.

پدې ناسته کې ، د ا.ا.ج، د کابینې د غونډو د میکانیزم په اړه د کابینې په اجنډا کې د شاملولو لپاره د سندونو لېږلو د څرنګوالی او د کابینې مصوبو د پلي کیدو د څرنګوالي ګړندي کېدو، د کابینې د مصوبو د تعقیب او میتودونو د تصویب او په ټاکل شوې موده کې د مصوبو د راپورونو راټولو موضوعاتو باندې بحث وشو، چې په دې برخه کې د لازمې همغږۍ په موخه ټینګار وشو.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS