د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عالي قرائتو معهد، چې د هېواد په کچه د سبعه عشره قرائتو د  تخصص ترلاسه کولو لومړنی رسمي مرجع ده، هغه کسان چې د دولسم ټولګي (د دیني مدرسو او رسمي دارالحفاظونو) څخه فارغ او په لاندې شرایطو برابر وي، کولی شي چې  د  ۱۴۰۴ هــ ش  تعلیمي کال د اوومې دورې لپاره په ځانګړې ازموینې کې ګډون وکړي.

د ګډون (منلو) شرایط:

۱. غوښتونکی باید په بشپړه توګه د قرآنکریم حافظ او د حفظ رسمي سند ولري.

۲. غوښتونکی باید د دولسم ټولګي (د دیني مدرسو یا رسمي دارالحفاظونو) د فراغت سند ولري.

۳. د غوښتونکي عمر باید له (۳۰) کلونو څخه زیات نه وي.

۴. غوښتونکی باید  د نوم ثبتولو پر مهال له ځانه سره اصلي او کاپي تذکره او  ۶ قطعې ۳×۴ رنګه عکسونه ولري.

د عالي قرائتو معهد ځانګړتیاوې:

•           پرته له کوم لګښت څخه په بشپړه توګه وړیا نیمه عالي زده کړې.

•           د پوهنې محترم وزارت لخوا تأیید شوی درسي نصاب.

•           د قرائتو د تمرین  او تدریس لپاره د پروجکتور او غږیز سیستم درلودل.

•           د عربي، انګلیسي ژبو او د کمپیوټر د عملي  زده کړو لپاره معیاري کمپیوټر لب درلودل.

•           د تجربه لرونکو  استادانو لخوا تدریس او د یو مناسب اکاډمیک چاپېریال درلودل.

•           د پوهنې محترم وزارت لخوا د څوارلسم ټولګي د تأیید شوی فراغت سند ویشل.

•           د ځانګړې ازموینې له بریا وروسته، د شرعیاتو پوهنځۍ دریم صنف ته شاملیدل .

•           پته: د هوايي ډګر څلورلارې، د عالي قرائتو معهد.

•           نوټ: د دې کال تر حوت میاشتې پورې د نوم لیکنې بهیر دوام لری.د اړیکو شمېرې: 0744431177  ـــ 0794645089

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۹:۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

ټاکل شوې ده، چې د قرآن کريم د نړيوالې سيالۍ دوه څلويښتم پړاو، د ټول قرآن کریم حفظ مع التجوید، د تحقیق قراءت مع التجوید (حسن قراءت) او د ترتیل قراءت مع التجوید او حسن الأداء په برخو کې، . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن سه شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د زمري ۱۴مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د رسنیو درنو او قدرمنو استازو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج بهیر د بریالیتوب سره پای ته رسېدو او هېواد ته د افغان حاجیانو د وروستي پرواز د راتګ هرکلي په مناسبت یوه ځانګړې . . .

Back to announcements