د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اریانا افغان هوايي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

bakhshi_admin
Mon, Jan 23 2023 11:50 AM
ملاقات با اریانا

۲۹ جمادی الثانیة ۱۴۴۴ هـ ق (۲، دلو ۱۴۰۱ هـ ش)

نن د غرمې وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب ددې وزارت د مسؤلینو په ګډون د اریانا افغان هوايي شرکت له رئیس حاجي مولوي رحمت الله آغا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په لومړي سر کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خپلو خبرو په ترځ کې په ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې افغان حاجیانو ته د غوره او لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

همدا راز د ياد شرکت د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې يي د تېر کال د تجربو څخه د ګټې اخیستني په اړه هم خبرې وشوې.

د اریانا افغان هوایي شرکت رئیس لخوا د شته ظرفیتونو او اسانتیاوو او په راتلونکي حج کې د حاجیانو د لېږد د پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول او زیاته یې کړه، چې د حاجيانو لېږد سوداګري نه، بلکې خپل ديني مکلفيت ګڼو او ژمنه يې وکړه، چې حاجيانو ته د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کې هر راز همکاریو ته چمتو يو.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Aug 06 2025 9:31 AM
Background image

The process of refunding the excess payments from Hajj expenses to the pilgrims has officially begun

On the 10th of Safar al-Muthafar 1447 AH, corresponding to the 14th of Asad 1404 SH

The Ministry of MOHIA of the Islamic Emirate of Afghanistan, Tuesday, commenced the process of. . .

Mon, Aug 04 2025 9:13 AM
Background image

Introduction of the Deputy Minister Professional of the Ministry of MOHIA.

8 Safar al-Muzaffar 1447 Hijri Qamari, corresponding to 12 Asad 1404 Hijri Shamsi.

According to the decree of Amir al-Mu’minin (may Allah preserve him), Sheikh Zia-ur-Rahman Madani was. . .

BACK TO NEWS