د ارشاد حج او اوقافو وزارت د بیرغ ملي ورځ ولمانځله

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۱۴ - ۱۰:۳۹
بیرق

نن سه شنبه د ۱۳۹۹لمریز کال زمري په ۷نیټه د ارشاد  حج او اوقافو وزارت د غونډو په تالار کې په دغه مناسبت غونډه کې د وزارت مسلکي معین ډاکټر امین الدین مظفري، د وزارت سلاکارانو، رئیسانو او ګڼو نورو منسوبینو برخه اخیستې وه. 

د قرانکریم مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته چې د شیخ القرا برکت الله سلیم په واسطه ولوستل شول، ډاکټر امین الدین مظفري د یاد وزارت مسلکي معین د بیرغ او د بیرغ د ملي ورځې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي مظفري په پیل کې د بیرغ ملي ورځې په مناسبت ټولو هیواد والو ته مبارکي وویله نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه«بیرغ د یو هېواد، ولس او قوم د اقتدار، خپلواکۍ او هویت نښه ده؛ زموږ بیرغ له نورو څخه متفاوت دی، د ملي بیرغ پرځمکه د محراب، ممبر او کلمې نښان زموږ د دیانت او ایماندارۍ ښکارندوي کوي او د الله اکبر شتون زموږ د مبارزو نښه ده»

تر غونډې وروسته د وزارت په انګړ کې ملي بیرغ د مسلکي معین ښاغلي امین الدین مظفري له خوا د نورو منسوبینو په ملتیا په رپا راوستل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

معین مسلکی جدید وزارت ارشاد، حج و اوقاف معرفی ګردید

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

معین مسلکی جدید وزارت ارشاد، حج و اوقاف، محترم مولوی محمد حامد حسیب، امروز سه‌ شنبه طی یک جلسۀ ویژه که معاون ریاست عمومی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

وزیر ارشاد، حج و اوقاف با هیئت بلند رتبه اداره امور دینی کشور ترکیه دیدار کرد

سه‌شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴ هـ ش

وزیر ارشاد، حج و اوقاف، محترم شیخ الحدیث سرمحقّق دوکتور مولوی نورمحمد ثاقب، در مقر این وزارت با هیئتی به ریاست مسئول روابط. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

وزیر ارشاد، حج و اوقاف در رأس یک هیئت از ریاست ارشاد، حج و اوقاف ولایت قندهار دیدار کرد

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

وزیر ارشاد، حج و اوقاف، محترم شیخ ‌الحدیث، سرمحقّق دکتور مولوی نورمحمد ثاقب صاحب در رأس یک هیئت از ریاست ارشاد، حج و اوقاف. . .

BACK TO NEWS