دارشاد,حج اواوقافو وزارت خبرتیا!

bakhshi_admin
پرواز اول

 

دکابل ښار دناحیو ټولو ښاغلو حجاجوته خبر ورکول کېږي چې د پرواز شمېره يي له ( 1 ) څخه تر( 317) پورې وي دمرکزي زون په لومړی پرواز کې چمتوشوي دي.
نومهربانی دي وکړي د روان کال دچنګاښ میاشتې په19 نېټه دشپي په (9)بجو د مرکزي زون دحجاجو پنغالي ته چې دکابل ښار د مرنجان تپی په لمن او د زړو مکرویانو دملي بس څلور لارې کې شتون لري.
د دویم قسط دتحویلو, نوبت سند او دحج سفر له توکو سره حضور راوړي ترڅو واکسین ورته تطبیق او په ټاکل شوي پرواز کې حرمینو شریفینو ته واستول شئ.
داهل تشیع اوکابل ولایت دولسوالیو دحجاجو پروازنو نه دمخکې چمتو شوي پلان سره سم وروسته اعلان یږي.
له محترمو حجاجو څخه په درنښت هیله کيږي چې په جدی توګه نوبت رعایت کړي ترڅو په کړنوکې خنډرامنځ ته نشئ له دي پرته به مسؤولیت دهغوي په غاړه وي.
دیادونې وړ ده چې دمعتي وګړو راتګ دحجاجو پنغالی ته جداً منه دي.

 

Documents

awl_bdwn_shmarh.pdf

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن سه شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د زمري ۱۴مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د رسنیو درنو او قدرمنو استازو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج بهیر د بریالیتوب سره پای ته رسېدو او هېواد ته د افغان حاجیانو د وروستي پرواز د راتګ هرکلي په مناسبت یوه ځانګړې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د قرآن کریم شپږ‌ شپېتمه نړیواله سیالۍ د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې ترسره شي او په دې سیالۍ کې د ګډون لپاره دوه تنه کاندیدان په لاندې برخو کې غوښتل شوي دي:

  1. د قرآن . . .

Back to announcements