د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د قرآن عظیم الشان د ترجمو او تفسیر دورو د څارنې او ارزونې په تړاو بامیانو ولایت ته ولاړ.

bakhshi_admin
Tue, Mar 12 2024 4:08 PM
ملاقات

۲۹ شعبان المعظم ۱۴۴۵ هـ ق (۲۰ حوت ۱۴۰۲ هـ ش)

د افغانستان اسلامي د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیح الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب د هدایت په اساس ددې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث زرمحمد حقاني او ورسره مل پلاوي بامیانو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له هغو نظامي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، چې د دغه وزارت له لوري په کې د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دورې ترسره کېږي.

د دغو ترجمو د لیدنې په ترڅ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین وویل: د اسلامي امارت د راتگ څخه وروسته دا دریم ځل دی چې د شعبان او رمضان میاشتو کې د هېواد په سطح په ټولو لویو نظامي مرکزونو او په ملي راډیو تلویزیو کې د ترجمې او تفسیر دورې تر سره کېږي.

نوموړي مجاهدینو ته د حاضري پابندي او د درسونو یادولو توصیه وکړه او د تفسیر دورو شیوخو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د اسلامي نظام د بقا لپاره کار وکړئ او د اسلامي نظامي خوبیانو بیان کړئ.

د یادو نظامي مرکزونو مسؤلین او مجاهدینو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسؤلینو څخه مننه کوو، چې مجاهدینو لپاره یې د قرآن کریم تفسیر او ترجمې دورو زمینه برابره کړې ده.

دوی زیاته وي، چې د افغانستان اسلامي امارت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له منسوبینو څخه هیله کوو، چې دا رنگه د دورو او ارشادي برنامو زمینه په راتلونکې کې هم مجاهدینو ته برابره کړي

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Aug 25 2025 4:45 PM
Background image

The process of collecting old Qurans, torn pages, and religious books in a suitable location has begun across the country by the Ministry of MOHIA

On 1st Rabi' al-Awwal 1447 AH, corresponding to 3rd Sunbula 1404

Following the specific guidance of the esteemed leader of the Islamic Emirate, Amir al-Mu'minin (may Allah protect him. . .

Wed, Aug 06 2025 9:31 AM
Background image

The process of refunding the excess payments from Hajj expenses to the pilgrims has officially begun

On the 10th of Safar al-Muthafar 1447 AH, corresponding to the 14th of Asad 1404 SH

The Ministry of MOHIA of the Islamic Emirate of Afghanistan, Tuesday, commenced the process of. . .

BACK TO NEWS