د تبریکی پیغام

bakhshi_admin
Sat, Aug 22 2020 2:55 PM
پیام تبریکیه

قفقاز مسلمانانو د ادارې رئیس او د آزادو هېوادونو دادیانو د رابطې د مشترک مجلس رئیس شيخ الإسلام الله شكر با شازاده د افغانستان اسلامي جمهوریت د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر کيدو له امله محترم محمد قاسم حلیمي ته مبارکې وويله السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته په ډېرې خوښۍ او خوشحالۍ سره مو د دوست هېواد افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مقام ته ستاسو د رسیدو خبر ترلاسه کړ. په همدې مناسبت خوښ یم، چې د خپل ځان له لوري اصالتاً او په آذربایجان او قفقاز سیمه کې ستاسو د وروڼو له لوري نیابتاً تاسو ته د مبارکۍ لوړ مراتب او د ورورګلوۍ هیلې وړاندې کړم او په نوي منصب کې درته د بریا او کامیابۍ غوښتونکی یم. له الله جل جلاله څخه غواړم څو تاسو ته د اسلام او مسلمانانو د خدمت، د اسلامي معاصر فکر د خورولو، دعوت، تربیې او د ادیانو او کلتورونو ترمنځ د مرکو او خبرو اترو لا زیاته مرسته په برخه کړي. زه ډاډه یم، چې د قفقاز د مسلمانانو د ادارې او ستاسو تر مشرۍ لاندې د ارشاد، حح او اوقافو وزارت ترمنځ به په راتلونکي کې اړیکې او مشترکې مرستې لا پراخه او پیاوړې شي، چې اسلام، مسلمانانو او ټول بشریت ته به ښه خدمت وکړای شي. په پای کې یو ځل بیا درته د زړه له کومې مبارکي وایم او تاسو ښاغلي ته د بشپړې روغتیا او عافیت غوښتونکی یم. شیخ الإسلام الله شکر باشازاده د قفقاز د مسلمانانو د ادارې رئیس

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Aug 06 2025 9:31 AM
Background image

The process of refunding the excess payments from Hajj expenses to the pilgrims has officially begun

On the 10th of Safar al-Muthafar 1447 AH, corresponding to the 14th of Asad 1404 SH

The Ministry of MOHIA of the Islamic Emirate of Afghanistan, Tuesday, commenced the process of. . .

Mon, Aug 04 2025 9:13 AM
Background image

Introduction of the Deputy Minister Professional of the Ministry of MOHIA.

8 Safar al-Muzaffar 1447 Hijri Qamari, corresponding to 12 Asad 1404 Hijri Shamsi.

According to the decree of Amir al-Mu’minin (may Allah preserve him), Sheikh Zia-ur-Rahman Madani was. . .

BACK TO NEWS